په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم پلان ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i54570-په_سیمه_کښې_دصهیونیسټ_رژیم_پلان_ماتی_خوړلی_ده
زمونږخبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله چارواکو ټینګار وکړ دهیواد پوځ به زر په ترهګرو بریالی شی او په سیمه کښې د صهیونیسټانو پلان ماتی خوړلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2017 01:38 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل نه بلکې شهیدان دي چې دسیمې برخلیک ټاکي .
    امریکا او اسرائیل نه بلکې شهیدان دي چې دسیمې برخلیک ټاکي .

زمونږخبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله چارواکو ټینګار وکړ دهیواد پوځ به زر په ترهګرو بریالی شی او په سیمه کښې د صهیونیسټانو پلان ماتی خوړلی ده .

دلبنان دحزب الله د اجرایی شورا مشر سید هاشم صفی الدین پرون وویل دښمانانو د حزب الله د ځواکونو او دمقاومت دچورلیز پرضد جنګ پیل کړی دی چې دمقاومت چورلیز ماتی وخوری خو اوس په سوریې او په ټوله سیمه کښې د بریالیتوب زیری لیدل کیږی .

هغه ټینګار وکړ دقدرت دغه ټول ټکی دقوت په تیرو ټکو ورزیاتیږی چې له صهیونیسټ رژیم سره مقابله وکړو او ډیر زر به ترهګر له مینځه ولاړ شی .

دلبنان دحزب الله دسیاسی شورا مشر سید ابراهیم امین السید هم وویل د لبنان پوځ ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی او باید ووایو امریکا او اسرائیل نه بلکې شهیدان دی چې دسیمې برخلیک ټاکی .

دلبنان دختیځ په لوړو کښې دداعش ترهګرې ډلې پرضد دپوځ عملیات له تیرې شنبې ورځې راهسې پیل شوی او حکومتی عسکر په دغو دریو(۳) ورځو کښې توانیدلی دی دختیځ په لسګونو کلومیټره سیمې له  ترهګرو ازادې کړی او ګڼ وهابی تکفیری صهیونیسټی ټروریسټان  هلاک  کړی .