دسوریې عسکرو داعش ته ماتی ورکړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i54836-دسوریې_عسکرو_داعش_ته_ماتی_ورکړی_ده
زمونږ خبریال وایی دعراق سرحد ته نږدې دسوریې دپوځ په یوه (۱)مرکز دداعش تکفیری ترهګرې ډلې حمله دتکفیریانو په ډیرو مرګ ژوبلو سره ناکامه شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2017 01:06 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ،اسرائیل ،متحده عربي امارات ، بحرین ، کویت وغیره دترهګرو ملاتړ  کوي .
    سعودي عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ،اسرائیل ،متحده عربي امارات ، بحرین ، کویت وغیره دترهګرو ملاتړ کوي .

زمونږ خبریال وایی دعراق سرحد ته نږدې دسوریې دپوځ په یوه (۱)مرکز دداعش تکفیری ترهګرې ډلې حمله دتکفیریانو په ډیرو مرګ ژوبلو سره ناکامه شوه .

داعش تکفیری ترهګرې ډلې  پرون د څو زغرګاډو او د ګڼ شمیر عسکرو په ملاتړ سره په سد الوعر سیمه کښې دسوریې دپوځ په یوې(۱) اډې حمله وکړه خو حکومتی عسکرو ددغه ډلې برید ته چټک ځواب ورکړ .

داعش تکفیریان په داسې حال کښې د زیاتوکسانو په وژل کیدا او ژوبلیدا سره له دغه سیمې څخه شاتګ ته مجبوره شول چې د سوریې دعسکرو دعمل چټکوالی سبب شو چې ټروریسټان بریالی نشی  دخپلو مړوکسانو جنازې یوسی .

دسوریې پوځیانو له داعش ترهګرې ډلې شپږ (۶)زغرګاډی هم نیولی دی .

له داعش ډلې دغه راز زیات جنګی مهمات او تجهیزات هم پرځاې پاتې دی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، وسله والې او لاجیسټکی مرستې سعودی عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ،اسرائیل ،متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت وغیره کوی .

دغه هیوادونه کوشش کوی چې په سوریې او دغه راز په عراق کښې د داعش ،النصره  او دنورو وهابی صهیونیستی تکفیری ترهګرو ډلو د ماتی مخه ونیسی .