د سوریې او د روسیې جنګی الوتکو په داعش حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55224-د_سوریې_او_د_روسیې_جنګی_الوتکو_په_داعش_حملې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د سوریې د رقه او حماه ولایتونو په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د روسیې او دسوریې دجنګی الوتکو په حملو کښې په لسګونو ټروریسټان هلاک شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2017 13:29 Asia/Kabul
  • په رقه ولایت کښې دداعش ترهګرو او د حکومتي عسکرو ترمینځ په جنګ کښې څه دپاسه شپیته(۶۰) کسان ووژل شول .
    په رقه ولایت کښې دداعش ترهګرو او د حکومتي عسکرو ترمینځ په جنګ کښې څه دپاسه شپیته(۶۰) کسان ووژل شول .

زمونږ خبریال وایی د سوریې د رقه او حماه ولایتونو په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د روسیې او دسوریې دجنګی الوتکو په حملو کښې په لسګونو ټروریسټان هلاک شول .

دسوریې یوې (۱)پوځی سرچینې نن وویل دروسیې او دسوریې جنګی الوتکو په شمال لویدیځ کښې دحماه ولایت دختیځ په خوا کښې په عکش ، ام میل او ابو جبیلات سیمو او دغه راز په شمال کښې د رقه ولایت دجنوب په خوا کښې په معدان سیمه کښې دداعش ډلې په مرکزونو حملو سره دهغوې په لسګونو زغر ګاډی او پوځی تجهیزات تباه کړل .

دسورې  عسکرو لسګونو کورنیو ته چې دداعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمو څخه دحماه دشمال په خوا کښې دپوځ تر کنټرول لاندې سیمو ته تښتیدلی وو پناه ورکړه .

دغه راز د سوریې دبشری حقوقو څارونکی موسسې د فرانسې خبری اژانس په قول وویل دسوریې  دشمال په رقه ولایت کښې دداعش ترهګرو او د حکومتی عسکرو ترمینځ په جنګ کښې څه دپاسه شپیته(۶۰) کسان ووژل شول .