نیکمرغه لوې اختر مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55271-نیکمرغه_لوې_اختر_مو_مبارک_شه
نن د ایران په شمول د نړۍ په ډیرو مسلمانو هیوادونو کښې د لوې اختر وړومبی ورځ ده نو په همدې مناسبت مونږ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته مبارکي وایو او د هغوي د قربانیو او عبادتونو د قبلیدو دعا کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2017 01:15 Asia/Kabul
  • نیکمرغه لوې اختر مو مبارک شه

نن د ایران په شمول د نړۍ په ډیرو مسلمانو هیوادونو کښې د لوې اختر وړومبی ورځ ده نو په همدې مناسبت مونږ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته مبارکي وایو او د هغوي د قربانیو او عبادتونو د قبلیدو دعا کوو.

لکه څنګه چې خبر یئ نن د ذي الحجې د میاشتې لسمه نیټه ده چې په دې ورځ د حضرت ابراهیم علیه السلام له سنتو سره سم د نړۍ ټول مسلمانان اختر لمانځي او د خپل وس مطابق د قربانۍ په توګه څاروي حلالوي.

خلک د اختر لپاره نوې جامې او پيزار اخلي او درې ورځې ډیرې خوشالۍ کوي او د خپلوخپلوانو لیدوکتو ته ورځي.

وسمن او توفیق لرونکي مسلمانان په دې ورځو کښې د خدای د کور یعنې په مکه مکرمه کښې د بیت ا... الحرام زیارت ته ځي او هلته د حج ستر مناسک ترسره کوي.

نن د ایران په شمول افغانستان او د نړۍ په ډیرو مسلمانو هیوادونو کښې د لوې اختر وړومبی ورځ ده نو په همدې مناسبت مونږ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته مبارکي وایو او د هغوي د قربانیو او عبادتونو د قبلیدو دعا کوو.