د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو اوس هم له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ
دتهران زیاتره ورځپاڼو دایران داسلامی جمهوریت د پوځ له یوشمیر قوماندانانو او چاروالو سره داسلامی انقلاب دمعظم لارښود پرونۍ کتنې ته ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود په دغې کتنې کې پخپلې ولولناکې وینا کې روښانه کړې ، دټولنې داوسنیو مشکلاتو غوره ښه درملنه له توانمن انسانی ځواکه استفاده ده .
ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ،حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای دخپلې وینا په بلې برخې کې دغه راز د باتدبیره، میړنی ،باتور او نه ستړې کیدونکی انسانی ځواک ،په خنډونو باندې د برلاسی کیدو او ورڅخه د تیریدو بنیاد او اساس وباله او و ې فرمائیل ؛ د وسله والو ځواکونو او دغه شان د علم او ټیکنالوجۍ په برخو کښې اوڅاره او ډیر پرمختګونه د ایران په ځوان او انګیزه لرونکی انسانی ځواک کښې د توانمنۍ د شتون ښودونکی دی.داسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ کمانډر انچیف د ایران د ځینو ستونزو او مشکلاتو درملنه ،د دغو خوټیدونکو وړتیاو او توانمنیو فعالول او کارول وبلل او په هوافضا دفاعی مرکز کښې د پوځ او سپاه د غږملتیا او همداشان د اړتیاو او کمښتونو په پوره کولو کښې له دفاع وزارت، پوهنتونونو او علمی مرکزونو سره د دغه مرکز د ملګرتیا په قدرونې سره زیاته کړه: کار او زیار ته له مخکښې په زیاتې چټکتیا سره دوام ورکړئ او د ایران د ځان بسیاینې په لړ کښې د نویو او نوښتګرو پلانونو په وړاندې کولو سره پرمخ لاړ شئ.
ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ، د ایران د ټولو قواؤ کمانډر انچیف د ایران د پوځ د خاتم الانبیاء دافع هوا مرکز د هیواد د حیثیت او موجودیت له نظره د دفاع په لومړنۍکرښه کښې وباله او د وسله والو ځواکونو په شمول د بیلابیلو برخو په پرمختګ کښې ئې د انسانی ځواک بې بدیله رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ: باید په دوامداره کار او زیار سره د انسانی ځواک بې شمیره وړتیاوې وغوړوئ او د ایران د کمښتونو او اړتیاو په پوره کولو کښې ئې وکاروئ .
دتهران ورځپاڼو همداراز په دوام کې لیکلی دی ، حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای له ګواښونو سره د مقابلې په لومړنۍ کرښه کښې خدمت د ایران د پوځ په دافع هوا مرکز کښې د غیرتی، مومنو او شریفو ځواکونو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله اودغه راز ویې فرمایل: په دافع هوا مرکز کښې ډیر ښه کارونه شوی چې په دغه ځواک کښې د هوډ، انګیزې او توانمنۍ د شتون ښودنه کوی .
= دتهران کیهان ورځپاڼې هم په لیکلی دی ، په شمالی کوریا کې دهائیډرجنی بم له آزموئنې وروسته دجرمنی صدر اعظمې میرمن آنګلا مرکل په یوه وړاندیز کې وئیلی دی و له ایران د ۵+۱ډلې دجامعې ایټمی موافقې له بیلګې سره دپیونګ یانګ ایټمی توان محدودیدلی شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلی پخپل یوه وروستی راپورو کې د سورئې دحالاتو په باب لیکلی دی داسې ښکاری ، چې د سورئې ولسمشر بشار اسد له پوځی پلوه په ډګر کې بریالی شوی دی .
د نیواکی فلسطین په جنوب کې په واقع سدیروت ښار کې له یوې کارخانې د آمونیا زهرجنو موادو په پراخې څڅیدو پسې صهونیسټ رژیم په دغې سیمې کې بیړنی حالت اعلان کړی او په لالهاندۍ کې ئې درست ځواکونه هم تیارسۍ کړی څو د یوې احتمالی بوږنونکی پیښې مخه ونیسی .
د برما یا میانمار د راخین صوبې په روهینګیا کې یو ځل بیا د دغه هیواد دپوځ په لاس د مسلمانانو دعامې وژلې جنایتونو سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې په سلګونو بې ګناه مسلمان ماشومان ،ښځې او بوډاګان د بودائی اوافراطی پوځیانو په لاس خپل ژوند له لاسه ورنکړی او په همداوروستیو کې څه دپاسه زر بې ګناه روهینګیائی مسلمانان په ډیر بوږنونکی ډول وژل شوی دی او دغه راز له د غو سیمو څه دپاسه شپیته زره مسلمانانو دبنګله دیش اونورو ګاونډیو هیوادونو دپولو په لور خپل ژود تر دې دمه ژغورلی خو وئیل کیږی چې دبنګله دیش پشمول دمیانمار ګاونډیو هیوادونو پر دغو غم ځپلو مسلمانانو خپلې پولې هم بندې کړی دی .
دعراق دکردستان کورواکه سیمې مشر مسعد بارزانی په یولړ سپین سترګو څرګندونو کې وئیلی دی له هر هغه چاسره به چې وغواړی کرکوک له کردستانه بیرته واخلی ،سخته مقابله وکړی . داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د عراق دکردستان کورواکه سیمې مشرانو دځینو په لمسونې سره فیصله کړې څو له عراقه دکردستان سیمې د خپلواکۍ ریفرینډم یا ټول پوښتنه ترسره کړی چې دعراق دمشرانو اودغه راز د زیاتره خپلواکه کرد مشرانو سخت غبرګونونه ئې راپارولی دی .
په ترکیې کې دجرمنی د دوو ښآریزو په نیول کیدا پسې یو ځل بیا دجرمنی اوترکیې ترمینځ حالات ترینګلی شوی په دې ډول چې د جرمنی دصدراعظمې میرمن آنګلا مرکل حکومت په ایجنډا کې د ترکیې دبائیکاټ موضوع یو ځل بیا شامله شوې ده او داهم وئیل کیږی چې ممکنه ده دجرمنی حکومت له اروپائی اتحادئې هم وغواړی څو له دغې اتحادئې سره د ترکیې دیوځای کیدا کیدونکی خبرې اترې په بشپړ ډول ختمې کړی .
دسورئې په حماه ولایت کې د دغه هیواد دپوځ او مقاومت دځواک په ګډو عملیاتو کې چې دروسیې دهوائی ځواک په ملاتړ سره ترسره شوی وئیل کیږی دحماه ولایت په ختیځ کې ئې د داعشی تکفیریانو یوشمیر مورچلې ا و مرکزونه تباه او دغه راز یو شمیر سیمې ئې آزادې کړی دی . بل خبر دا چې دسورئې په ختیځې صحرا کې په کابو درې سوه داعشی ترهه ګرو او دهغوی دکورنیو مشتمل یو ستر کاروان دتیریدا لارې هماغه راز بندې دی او دهغوی لاره تړل شوې ده .
د روسیې لپاره د ټاکل شوی الټی میټم دوخت له ختمیدو سره په یووخت دامریکا په واشنګټن،نیویارک او سانفرانسیسکوښارونو کې،د ایف بی آئی مامورانو په ناڅاپی اقداماتو کې د روسیې ډیپلوماټیک مرکزونه او ځایونه نیولی دی .
= دا هم جام جم ورځپاڼه ده چې پخبلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دجنوبی کوریا دفاع وزارت اعلان کړی داسې نښې نښآنې ئې پیداکړی چې ښئ شمالی کوریا دهغو بالیسټیک توغندیو دشړلو دتیارۍ ښودنه کوی چې تر بلې لوئې وچې پورې په نښې لګیږی .
دسورئې د پوځ امنیتی سرچینو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد د دیرالزور ښار درې کلنه کلابندی ئې ختمه کړې او د دغه هیواد پوځی یونټونه او دمقاومت ځواکونه له درو کلونو ورسته دلومړی ځل لپاره دغه ښآر ته وارد شوی دی او په لاؤډسپیکرو سره ئې د دغه ښآر اوسیدونکو لپاره اعلانونه کړی چې د دغه ښار کلابندی ماته شوی او ډیر زر به درست ښار د داعشی تکفیریانو له سپیره وجوده پاک شی ، چې وئیل کیږی دسورئې دپوځ مامورانو اومقاومتی مبارزانو دغه اعلان به خلکو کې خوشالۍ او په داعشی تکفیریانو کې هم لالهااندی خوره کړې ده .
د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګرینی پرون دشمالی کوریا دتوغندوی آزموینې په باب دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، دغه اقدام دشمالی کوریا دحکومت دنړیوالو ژمنو څخه دخلاف ورزۍ یو اقدام بللی او وئیلی ئې دی چې باید نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت ترسره کړی . داپه داسې حال کې دی چې دامریکا جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دشمالی کوریا دهایئدروجنی بم د آزمویئنې دارزونې په باب د دغه هیواد دملی امنیت له مشرانو سره هائیډروجنی غونډه بللی ده .
دملګرومتلو د کډوالو دچارو لوړې کمیشنرۍ په یوې اعلامیې خپرولو سره وئیلی دی ، د میانمار د راخین صوبې د هغو روهنیګیائی مسلمانو کډوالو شمیر له درو اویا زرو کسانو اوښتی دی چې له خپلو کورونو کوچیدلی او دبنګله دیش په لور تښتیدلی دی
دعراق د امنیتی ځواک سرچینو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، د داعش تکفیری ډلې هغه اتلس جنایتکار وګړی ئې نیولی دی ، چې له تلعفر ښآره دموصل ښار ته تښتیدلی وو .
= داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دشمالی کوریا په وروستۍ هایئډروجنی بم آزموینې پسې دامریکا پشمول ځینو سیالیو هیوادونو د دغې آزموینې دغبرګون ښودلو په موخې سره دملګروملتو دامنیت شورا بیړنۍ غونډې دجوړیدا غوښتنه کړې چې ټاکل شوې په همدا وروستیو کې دغه غونډه ترسره شی ، داهم وئیل کیږی چې ممکنه ده دامنیت شورا له خوا دشمالی کوریا په ضد نور زیات اقتصادی بندیزونه ولګیږی . له دې سره په یووخت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی نور ئې دشمالی کوریا د سرزورو اقداماتو په وړاندې زغم اوصبر په ختیمدو دی او دشمالی کوریا وروستی اقدامات دچین په څیر دهیوادونو لپاره هم دشرم خبره ده چې تر دې دمه چپه خوله ناست دی .
دسورئې په دیرالزور ا وحمص ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ اومقاومتی مبارزانو د تکفیری تره ګرو له سپیرو منګولو یو شمیر نوره سیمې هم آزادې کړی او دهغوی په لسګونو ترهه ګر ئې هم هلاک او په سترو وسلو سنبال کابو څوارلس ګاډی ئې هم تباه کړی دی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه آصف له دغه هیواد سره د افغانستان دولسمشر اشرف غنی د خبرواترو دپیلولو لپاره د تیاریدو په غبرګون کې وئیلی دی ، دافغانستان په باب د پاکستان دریځونه تل مشخص دی او پآکستان هروخت د افغانستان امنیت اوسوله خپل امنیت اوسوله بللې او بیا ئې هم بولی . هغه وئیلی دی ، افغان چارواکی دې له خپلو مخالفو لورو سره دخبرواترو له لارې خپلې ستونزې حل کړی او که دپاکستان ورته ضرورت شی نو له هغوی سره په دې زمینې کې هروخت ملګرتیا او مرستو ته تیار یوو .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو . (البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د پاکستان– افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطلبونه چاپ کړی دی.
هېواد حکومتی ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، ولسمشر محمد اشرف غنی د لوی اختر په لومړۍ ورځ له لمانځه وروسته په ارګ کې خبری غونډې ته ویلی چې پاکستان سره د دولت په کچه سوله غواړو.
په سرمقاله کې راغلی، پاکستان د افغان حکومت پر ضد له وسله والو مخالفینو او ترهګرو ملاتړ کوی او دغه هېواد، سیمه او نړۍ نا امنه کړې ده.
سر مقاله لیکونکی لیکی، له همدې امله د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره دامریکا نوې ستراتېژۍ پاکستانیو واکمنو او د هغوی د ګټو لپاره جنګېدونکو ډلو ته دا پیغام ورکړ چې امریکا له افغانستان سره د اوږدمهالی لپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوی.
د سرمقاله لیکونکی په خبره دې مسئلې د سولې پر هڅو اغیز کړی او کندهار او کابل ته د پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ په ګډون د طالب واکمنۍ ګڼ شمېر مشران راغلی او دوی دغوطالب چارواکو ویلی چې د افغانستان پر ضد د پاکستان له جګړې سخت په تنګ شوی دی.
هېواد د دغو طالب چارواکو په حواله دا هم لیکلی چې په افغانستان کې پنجابیانو جګړه توده ساتلې ده.
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، پاکستان، افغانستان سره د سولې خبروته چمتوالی ښودلی دی.
په مطلب کې وړاندې راغلی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلی، هېواد یې غواړی په افغانستان کې د سولې او امن شاهد اووسی.
په مطلب کې راغلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا کې راغلی، مخکې تر دې په دې برخه کې افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره، دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخیزه او څو اړخیزه میکانیزمونه موجود وو.
د مطلب لیکوالی لیکی، دا خبرې پاکستان سره د سولې په اړه د افغان ولسمشر تر څرګندونو یوه ورځ ورسته شوې دی.
په مطلب کې دا هم راغلی، امریکا په خپلې نوې ستراتېژۍ کې پاکستان ته خبردارۍ ورکړی چې ترهګرو ته پناه ورنه کړی.
خو د مطلب د لیکونکی په وینا، اسلام اباد یې په غبرګون ویلی چې دوی خپله د ترهګرۍ ښکار دی او ادعا یې کړې چې د دښمنان یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لری.