په اسلامی نړۍ کې باید دتکفیری تفکر جرړې وچې شی
قاضی عسکر په کشمیر،پاکستان،افغانستان،سورئې،عراق او ځّینو نورو هیوادونو کې د نړۍ دمسلمانانو وژلو ته په اشارې سره روښانه کړې ، د اسلامی هیوادونو مسئولان، عالمانواو پوهان باید د دغو بحرانونو حل لپاره سره همفکری ولری .
زمونږخبریال راپورراکړ دایرانیو حاجیانو سرپرست او دحج اوزیاراتو په چارو کې د وفی فقیه استازی حجةالاسلام علی قاضی عسګری پرون مازدیګر په مکې مکرمې کې دترکیې دحج دبعثې له مشر او د دیانت دادارط له سرپرست اکرم کلش سره په کتنې کې وویل ، د داعش اونورو ترهه ګرو ډلو دوسیې په بندیدو دی او باید په اسلامی نړۍ کې دتکفیری تفکر ریښه په بشپړ ډول وچه شی .
هغه زیاته کړې باید دفلسطین دمظلوم ملت او دمیانمار دبې څوکه مسلمانانو دژغورنې لپاره دنړیوالو ټولنو له ظریفه استفاده وشی څو دهغوی په دباؤنو سره دمسلمانانو وژلې بندې شی .
قاضی عسکر په کشمیر،پاکستان،افغانستان،سورئې،عراق او ځّینو نورو هیوادونو کې د نړۍ دمسلمانانو وژلو ته په اشارې سره روښانه کړې ، د اسلامی هیوادونو مسئولان، عالمانواو پوهان باید د دغو بحرانونو حل لپاره سره همفکری ولری .
دحج په چارو کې دولی فقیه استازی همداراز دفلسطین موضوع داسلامی نړۍ یو چورلیزې موضوع وبلله او ټینګار ئې وکړ ، په مینځنی ختیځ سیمې کې دشخړو له رامینځةکولو د سلطه ګرو قدرتونو موخه دقدس نیواکګر رژیم یعنی دسرطانی داانې (صهونیسټ رژیم ) ساتل دی .
دترکیې د دیانت ادارې سرپرست اکرم کلش هم په دغې کتنې کې دالاقصی جومات دویشلو لپاره دصهونیسټی رژیة دسیسې ته په اشارې سره ووئیل ، دایران ،ترکیې اودنړۍ د نورو مسلمانانو په مناسب غبرګون سره د صهونیسټی رژیم دغه دسیسه ځنډیدلې ده ،خو باید درست مسلمانان اواسلامی هیوادونه دیوه بل په ملګرتیا سره دغه دسیسه شنډه کړی . هغه همدارا ز ووئیل په لویدیځ کې له اسلامه دویرولو پروپیګنډو ته دلمن وهلو موخه ، د ورورولۍ او دوستۍ دمخالف ، وژلو او جنګ اوجدال د دین په توګه داسلام دیوې اپوټه څیرې نندارې ته وړاندې کول دی .