امریکا په سوریې کښې ماتی خوړلی ده
-
دمشق ، دایران اسلامي جمهوریت او دلبنان حزب الله غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکي دي .
په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ دبشار اسد د حکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له شپږ (۶)کاله بې وسۍ وروسته ټینګار وکړ واشنګټن منلی ده ولسمشر بشار اسد په واک کښې پاتې شی .
هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې هیڅ سیاسی شناند دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ښار د کلابندۍ دماتیدا اټکل نه کاوه وویل لویدیځو هیوادونو او سعودی عربستان په سوریې کښې دترهګرو د ماتی په دوام سره دټروریسټانو ملاتړ کم کړی دی .
په تیرې سه شنبې ورځ ددیرالزور په لویدیځ کښې د یوسل اوه دیرشې(۱۳۷) لیوا مرکز ته د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله او د سوریې دعسکرو په ورننوتلو سره دداعش ترهګرې ډلې لخوا ددغه ښار څه دپاسه درې(۳) کلنه کلابندۍ په کامل ډول ماته شوه .
په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ په دې خبرې سره چې په سوریې کښې دټروریسټانو ملاتړو هیوادونو ماتی خوړلی ده دمشق ، دایران اسلامی جمهوریت او دلبنان حزب الله غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکی وبلل .