امریکا په سوریې کښې ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55497-امریکا_په_سوریې_کښې_ماتی_خوړلی_ده
په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ دبشار اسد د حکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له شپږ (۶)کاله بې وسۍ وروسته ټینګار وکړ واشنګټن منلی ده ولسمشر بشار اسد په واک کښې پاتې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2017 02:18 Asia/Kabul
  • دمشق ، دایران اسلامي جمهوریت او دلبنان حزب الله غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکي دي .
    دمشق ، دایران اسلامي جمهوریت او دلبنان حزب الله غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکي دي .

په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ دبشار اسد د حکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له شپږ (۶)کاله بې وسۍ وروسته ټینګار وکړ واشنګټن منلی ده ولسمشر بشار اسد په واک کښې پاتې شی .

هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې هیڅ سیاسی شناند دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ښار د کلابندۍ دماتیدا اټکل نه کاوه وویل لویدیځو هیوادونو او سعودی عربستان په سوریې کښې دترهګرو د ماتی په دوام سره  دټروریسټانو ملاتړ کم کړی دی .

په تیرې سه شنبې ورځ ددیرالزور په لویدیځ کښې د یوسل اوه دیرشې(۱۳۷) لیوا مرکز ته د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله او د سوریې  دعسکرو په ورننوتلو سره دداعش ترهګرې ډلې لخوا ددغه ښار څه دپاسه درې(۳) کلنه  کلابندۍ په کامل ډول ماته شوه .

په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ په دې خبرې سره چې په سوریې کښې دټروریسټانو ملاتړو هیوادونو ماتی خوړلی ده دمشق ، دایران اسلامی جمهوریت او دلبنان حزب الله غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکی وبلل .