دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، بلاخره په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې ووئیل د ایران له خواد جامعې ایټمی موافقې بشپړ اجرا دپابندۍ په معنا نه ده ،لویدیځی چارواکی په دې پسې دی څو دجامعې ایټمی موافقط بې مخینې محدودیتونه اوپلټنې دایمی شی ا دایران دتوغندوی توان کنټرولول اویا له مینځه وړل او دغه راز دامریکا د سیمه ایز قدرت په څیر موضوعګانې هم ورزیاتې شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه ائیتلاف پوځیانو دسورئې د دیرالزور ښار په شاوخوا کې دوه ځله دچورلکو په کیښناولو سره د داعش تکفیری ترهه ګرۍ ډلې نامتو ترهه ګر او مسئولان له هغه ځایه بل ځای ته بیولی دی
دنړیوالو رسانیو اوو دبشری حقوقو د ادارو له راپورونو او د ویډیوګانو له خپریدو سره سره دمیانمار خارجه وزیرې او دواکمن ګوند یوې مشرې آنګ سانګ سوچی په دغه هیواد کې د حکومتی ځواکونو په لاس د مظلومو اوبې څوکه مسلمانانو وحشی ډوله وژله نه منی او وائی داسې خاص پیښه نه ده شوی ،حال داچې وروستی راپورونه ښئ د میانمار وحشی ډوله جنایتکارو پوځیانو پخپل یوه وروستی بوږنونکی جنایتو کې دبنګله دیش په لور تښتیدونکی کابو دوه سوه روهینګیائی مسلمانان چې زیاتره ئې ښځې ،ماشومان اوبوداګان وو، نیولی په لاسو پښو کې ئې تړلی او بیا ئې په یوه انباری یا ګودام کې بندکړی او څو شیبې وروسته ئې هغه ګودام ته اوور ورتی کړی او دغه ټول دوه سوه بې څوکه مسلمانان ئې ژوندی په اوور کې سوزولی دی .
دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې تر پردې شاله مرتجعوعربو سره د دغه رژیم له پراخو ملګرتیاؤ او غږملیتاؤ پرده پورته کړې ا و وئیلی دی ، له عربو هیوادونو سره داسرائیلو اړیکې په تاریخ کې له بل هروخته ډیرې ښې او حتی د سولې دموافقې دلاسلیک کیدو له پړاوه هم ډیرې په زړه پورې دی .
دانګلستان د رسمی کلیسا ستر پادری جاستیّن ولیی پرون په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې پانګوال نظام ماته خوړلې ده چې راتلونکی نسل به تباه کړی .
دامریکا بلومبرګ خپرونې لیکلی دی ، شمالی کوریا دم ګړۍ شپیته داسې ایټم بمونه لری چې پر توغندی شړونکی پلیټ فارم لګول شوی او استفادې ته تیار دی .
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ جنجالی کارونه هماغه راز ترینګلتیاوې رامینځةکوی او ویل کیږی چې دې ځل د ډاکا نومې دکډوالۍ دپلانو په لغوه کولو سره چې یو غافلګیر کونکی اقدام دی ، په دغه هیواد کې ئې یو ځل بیا ستره سیاسی زلزله رامینځةکړې ده او ممکنه ده ځینی څیرې بیا له ځان سره یووسی .
دملګروملتو اړونده ادارو دیوې اعلامیې په خپرولو سره بلاخره هم ووئیل چې په یمن کې انسانی غمیزې هماغه راز روانې دی چې باید سعودیان ئې ځواب ووائی او دهغو لګښتونه ورکړی .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې په کرتو آل سعود رژیم دملګروملتو اړونده چارواکی ګواښلی وو چې که د عربستان په ضد ئې کومه اعلامیه خپره کړه ،نو دهغوی درست فنډونه به بند کړی چې دملګروملتو دوخت سرمنشی بان کی مون ئې هم تر اغیز لاندې راوستی ؤ او دخپل منافقت نندارې ته په وړاندې کولو سره ئې په سپین سترګیتوب سره وئیلی وو چې په یمن کې د ماشومانو په عامې وژل کې د سعودی عربستان رژیم لاس نه لری ،حال داچې درستو نړیوالو انسان دوستانه اورګانونو او ادارو دا خبره په کرتو تائید کړې چې په یمن کې د ما شومانو اوښځې په عامو وژلو کې د آل سعود رژیم چارواکی په سلو کې سل شریک دی .
په ترکیې کې دتیر کال له ناکامې کودتا وروسته د دغه هیواد د ډیروزیاتو پوځیانو او پوځی قوماندانانو اودغه راز په لسګونو پیلوټانو له نیول کیدا او له کاره ګوښه کولو وروسته بلاخره هم په دغه هیواد کې دپیلوټانو کمښت راغلی او د دغه هیواد حکومت ئې لالهانده کړی دی . دامریکا یوه خبری سایټ راپورورکړی ، ترکیه دپیلوټانو له سخت کمښت سره مخ ده او ممکنه ده په بیړنی ډول له نورو هیوادونو پیلوټان په کرائې واخلی .
دغې ورځپاڼې همداراز دسورئې د روان بحران په باب په دغه هیواد کې دامریکا دیوه پخواانی سفیر وروستیو خبرو ته ډیر انعکاس ورکړی او په یوې مقالې کې دهغه له قوله لیکلی دی ، په سورئې کې امریکا بشپړماته خوړلې ده .
په مقالې کې راغلی دی ، په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ د بشار اسد د حکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له شپږ کاله بې وسۍ وروسته روښانه کړې ، واشنګټن منلې ده چې د سورئې ولسمشر بشار اسد په واک کښې پاتې شی .
هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې هیڅ سیاسی شناندی، دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ښار د کلابندۍ د ماتیدا اټکل نه کاوه وئیلی دی ، لویدیځو هیوادونو او سعودی عربستان په سوریې کښې دترهګرو د ماتی په دوام سره دترهه ګرو ملاتړ کم کړی دی .
په مقالې کې وئیل شوی ،په تیرې سه شنبې ورځې د دیرالزور په لویدیځ کښې د یوسل اوه دیرشې لیوا مرکز ته د لبنان د اسلامی مقاومت د مبارزانو او د سوریې دعسکرو په ورننوتلو سره دداعش ترهګرې ډلې لخوا ددغه ښار څه دپاسه درې کلنه کلابندی په کامل ډول ماته شوه .
په سوریې کښې دامریکا پخوانی سفیر رابرټ فورډ په دې خبرې سره چې په سوریې کښې دټروریسټانو ملاتړو هیوادونو ماتی خوړلی ده دمشق ، دایران اسلامی جمهوریت او دلبنان حزب ا....غورځنګ په سوریې کښې دجنګ ګټونکی بللی او وئیلی ئې دی چې نور د سورئې واکمن نظام بریالی دی او هیڅوک ئې له واکه په زور نشی لیرې کولی .
= داه م ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وئیلی دی ، شمالی کوریا تر څو چې خطره احساس کوی ،نو خپلو توغندوی آزموینو ته دوام ورکوی او باید د شمالی کوریا لمسونکی لاملونه دې بند شی څو دغه شخړه په خبرواترو سره هواره شی .
داپه داسې حال کې دی چې د ا مریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هماغه راز پخبلو جنجالی خبرو کې شمالی کوریا په پوځی یرغل ګواښی او هماغه راز د دشمالی کوریا په شاخوا کې خپلو پوځی مشقونو او لمسونو ته دوام ورکوی
له دې سره په یوووخت د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی هم پرون په یولړ څرګندونو کې وئلی دی ، اسلامی ایران په آسیا ،مینځنی ختیځ او کوریا ټاپو وزمې کې بشپړ امنیت او سوله غواړی او په دغو سیمو کې دې لمسونکی اقدامات ختم کړائ شی . هغه پخپلو څرګندونو کې وئیلی دی ، هغه هیواد چې ایټمی وسلې لری ، لمسول ئې یوه خطرناکه لوبه ده چې دا نه یوازې دګواښونکی لپاره بلکې د درستې نړۍ لپاره هم یوه خطرناکه لوبه کیدلی شی .
دسورئې په دیرالزور او حمص ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ او ولسی مبارز ځواک د تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو یو شمیر نوره کلی هم آزاد کړی او وئیل کیږی چې په دغو عملیاتو کې ئې دترهه ګرو په سترو وسلو سنبال یو شمیر ګاډیا وستر پوځی تجهیزات هم تباه کړی دی او دغه راز په دغوعملیاتو کې ئې کابو درویشت ترهه ګر هم هلاک کړی دی .
دافغانستان په ننګرهار ولایت کې دبې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې یو ځل بیا د داعش ترهه ګرې ډلې دیوشمیر کمانډرانو پشمول پنځلس ترهه ګر هلاک شوی او دهغوی تجهیزات هم تباه کړائ شوی دی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف له خپل افغان همڅنګ صلاح الدین ربانی سره په ټیلیفونی تماس کې د دواړو هیوادونو سوله اوامنیت په یوه بل پورې تړلی بللی او وئیلی ئې دی دترهه ګرۍ او افراط پالنې په ضد باید په ګډه او غږمله توګه مبارزې او مشورو ته دوام ورکړل شی څو دترهه ګرۍ اوترهه ګرو جرړې وچې کړائ شی . راپورونه ښئ چې ممکنه ده په نیویارک کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په راتلونکی غونډې کې د خارجه وزیرانو د ناستې ترڅنګ دواړه لوړپوړی چارواکی سره لیده کاته هم وکړی .
داپه داسې حال دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی دنیکمرغه لوی اختر په ورځ دلمانځه له اداکولو وروسته په ډاګه وئیلی وو چې له پاکستان سره دسولې اوامنیت دټینګولو لپاره خبرواترو ته تیار دی چې داشر ف غنی دغو خبرو په سیمې په تیره بیا په افغانستان او پاکستان کې دسولې اوثبات دټینګیدو لپاره هیلې رامینځة کړی او وئیل کیږی چې که د دواړو هیوادنوو مشران اوپوځی چارواکی پخپلو کې سره غږملتیا او مشورو ته دوام ورکړی نو په سیمې په تیره بیا په جنګ ځپلی افغانستان کې به دترهه ګرۍ دوام تر ډیره حده پیکه شی او دریم ګړو ته به په دغو هیوادونو کې دلاسوهنې موقع نه ورکول کیږی .
= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دامریکا دخزانې وزیر استیو منوچین ګواښ کړی ، دهر هغه هیواد په ضد به اقتصادی بندیزونه ولګوی چې له شمالی کوریا سره تجارتی او اقتصادی معادلات ولری . هغه ګواښ کړی که ملګری ملتونه دغه کار ونه کړی هم نو امریکا به ئې په ځان له سر بایکاټ کړی .
دافغانستان له کابل سره نزدې په مورهد پوځی مرکز کې چې دپخوانی شوروی دسرۀ پوځ مرکز هم ؤ ، امریکائی عسکرو دافغان عسکرو د روزنې اوټرینینګ لپاره په ستر مرکز بدل کړی او وئیل کیږی چې په دغه پوځی مرکز به دافغانستان ملی اردو اوامنیتی ځواک ته روزنې ورکول کیږی .
دپاکستان په کراچۍ کې یو ځل بیا ټارګټ کیلینګ سر راپورته کړی او وئیل کیږی چې داسې کومه ورځ نشته چې په دغه بندری ښار او ستر اقتصادی مرکز کې یو شمیر کسان د مخ پټو وسله والو ترهه ګرو په لاس په وینو کې لیت پیت نشی . وئیل کیږی پرون هم مخ پټو وسله والو دوه کسان دیوه دکان مخې ته په ډزو وژلی او له هغه ځایه په آرام سره تښتیدلی دی .
دپاکستان په خیبر ایجنسۍ قبایلی سیمې کې د ترهه ګرو په ضد د دغه هیواد پوځ د ردالفساد نومې پاکونکو عملیاتو په دوام کې د ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه او دهغوی تجهیزات تباه کړاې شوی او وئیل کیږی چې په دغو عملیاتو کې یوشمیر ترهه ګر هلاک شوی هم دی .
داپه داسې حال کې دی چې پرون د پاکستان په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې د ستمبر د شپږمې نیټې چې له هندوستان سره د دغه هیواد په ۱۹۶۵کال کې د سخت جنګ دپیلیدو ورځ ده ، په ډیر پرتم سره لمانځل شوې او د دغه هیواد پوځی او سیاسی چارواکو دپوځ شهیدانو د درنښت په دستورو کې ګډون کړی البته په هر ښار اوښارګی کې په دې مناسبت سخت امنیتی تابیاوې هم غوره شوې وې .
په بحرین کې انقلابی ولس یو ځل بیا دخپلو مبارزو دینی مشرانو په ملاتړ کې دمنامې پشمول په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې سوله ایزې مظاهرې کړی او له خپلو دینی مشرانو ئې ملاتړ اعلان کړی اوهوډ ئې کړی چې له آل خلیفۀ رژیمه دخپلو حقه حقوقو اوسیاسی اصلاحاتو تر بشپړیدو پورې به سوله ایزو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړی .