کشمیریانو د هندي ځواکونو یو ګاډی وسوزوه
Sep 08, 2017 13:16 Asia/Kabul
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې معترضو خلکو د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره په نښتې سره د پولیسو یو ګاډی وسوزوه.
په سرینګر کښې د هندي ځواکونو او د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو ترمینځ نښته نن سهار پیل شوې او لاهم دوام لري.
نن سهار د هندي پولیسو په یو ګاډي باندې د یو بریدګر په حمله کښې یو کس وژل شوی او پنځلس نور زخمي شول. دا حمله د کشمیر د اعلی وزیر او د ځینو نورو ځايي چارواکو د کورونو په خوا کښې شوې ده.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دا تازه نښتې پس له دې پيل شوې چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو پرون د حریت کانفرنس یو مشر یاسین ملک ونیوه.
د کشمیر حریت کانفرنس مشر میر واعظ عمر فاروق هم له ډیرې مودې راهیسې په کور کښې نظربند دی.
ټیګونه