امریکا دبحرین دخلکو په ځپلو کښې رول لری
-
دبحرین خلک په هیواد کښې د ټولنیزو او سیاسي ازادیو او دجمهوریت دټینګیدا او دتوپیر دختمیدا غوښتونکي دي .
دامریکا کارپیژاند جان اسټپلینګ له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې ټینګار وکړ دامریکا جاسوسۍ ادارې د بحرین دحکومت دمخالفینو په ځپلو او شکنجه کولو کښې له ال خلیفه رژیم سره مرسته او ملګرتیا کوی .
هغه د مخالفینو په ځپلو او شکنجه کولو کښې د بحرین رژیم تورې کارنامې ته په اشارې سره وویل دبحرین دخلکو په دغو ځپلو او شکنجه کولو کښې امریکا او ددغه هیواد جاسوسۍ اداره نیشنل سیکورټی ایجنسی(National Security Agency) مهم رول لوبوی .
ښاغلی اسټپلینګ وویل دبحرین رژیم اکثره دسعودی عربستان چې په سیمه کښې د امریکا اصلی ملګری دی له عسکرو په استفادې سره اعتراض کونکی ځپی .
هغه دامریکا او دبحرین رژیم وروستې وسله والې معاملې ته په اشارې سره وویل بحرین د امریکا د وسلو په ګودام بدل شوی دی .
دامریکا دفاع وزارت پینټاګان وړمه ورځ وویل دبحرین په ال خلیفه رژیم یې د درې(۳) اعشاریه اته(۸) میلیارډه ډالرو په ارزښت د وسلو له خرڅولو سره موافقه کړی ده .
په دغو وسلو کښې ایف شپاړس جنګی الوتکې او دګزمو کشتۍ هم شاملې دی .
دبحرین خلک په هیواد کښې د ټولنیزو او سیاسی ازادیو او دجمهوریت دټینګیدا او دتوپیر دختمیدا غوښتونکی دی خو ال خلیفه رژیم د امریکا ، داردن ، اسرائیلو ،متحده عربی اماراتو او دسعودی عربستان په ملاتړ سره دخلکو دغه اعتراضونه په سخته ځپی .