انګلستان باید په عربستان د وسلو خرڅول بند کاندی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55839-انګلستان_باید_په_عربستان_د_وسلو_خرڅول_بند_کاندی
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین په یمن کښې د جنګ دوام ته په غبرګون کښې د لندن له چارواکو وغوښتل په سعودی عربستان د وسلو خرڅول بندل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2017 09:17 Asia/Kabul
  • انګلستان له سعودي عربستان ، امریکا، اردن ، متحده عربي اماراتو سره یوځاې په یمن کښې دخلکو په وژلو کښې لاس لري .
    انګلستان له سعودي عربستان ، امریکا، اردن ، متحده عربي اماراتو سره یوځاې په یمن کښې دخلکو په وژلو کښې لاس لري .

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین په یمن کښې د جنګ دوام ته په غبرګون کښې د لندن له چارواکو وغوښتل په سعودی عربستان د وسلو خرڅول بندل کړی .

هغه وویل هغه وسلې چې انګلستان یې په سعودی عربستان خرڅوی د یمن دخلکو د وژلو لپاره استعمالیږی .

کوربین وویل بریتانیا دخلکو په ځپونکو حکومتونو د وسلو د خرڅولو د مخنیوی لپاره سختو قوانینو او ضوابطو ته اړتیا لری .

د بریتانیا حکومت په تیرو دوو(۲) کلونو کښې په سعودی عربستان د کابو څلور(۴) میلیارډه ډالرو په ارزښت د وسلو له خرڅولو سره موافقه کړی ده .

بریتانیا په یمن کښې دجنګ په پیل راهسې تراوسه په سعودی عربستان ډیرې جنګی الوتکې ، بې پایلوټه الوتکې ، توغندی ، لاسی بمونه او نور ډول ډول وسلې خرڅې کړی دی .

انګلستان له سعودی عربستان ، امریکا، اردن ، متحده عربی اماراتو سره یوځاې په یمن کښې دخلکو په وژلو کښې لاس لری .