ایران او روسیه دسوریې او داټومی موافقې په اړه غږیږی
Sep 13, 2017 00:56 Asia/Kabul
-
دایران اسلامي جمهوریت او روسیه په سیمه کښې دامنیت په ټینګیدا او د کړکیچونو په حل کولو کښې مهم رول لوبوي .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو دوزیر مرستیال میخائیل بوګدانف سوچی سیمې ته د ایران دباندنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د سفر په تائیدولو سره بیګا وویل
دایران خارجه وزیر او د روسیې چارواکی به دسوریې ، داټومی موافقې او دسیمې د بدلونونو په اړه خبرې وکړی .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل خارجه وزیر جواد ظریف به نن سهار دیوه(۱) پلاوی په مشرۍ د روسیې له چارواکو سره د خبرو لپاره سوچی ښار ته ورشی .
دغه سفر د ایران او دروسیې د چارواکو ترمینځ د پرله پسې سلامشورو په چوکاټ کښې ترسره کیږی .
دایران اسلامی جمهوریت او روسیه په سیمه کښې دامنیت په ټینګیدا او د کړکیچونو په حل کولو کښې مهم رول لوبوی .
ټیګونه