له سوریې دداعش غړی په تښتیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55899-له_سوریې_دداعش_غړی_په_تښتیدا_دی
زمونږخبریال وایی دداعش ډلې په سلګونو غړی دسوریې په ادلب ولایت کښې دترکیې سرحد ته نږدې غونډ شوی چې ترکیې ته وتښتی او له هغه ځایه بیا مینځنی ختیځ هیوادونو ، د افریقا شمال او اروپا ته ولاړ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې په موجودو ترهګرو کښې اکثره د سعودي عربستان او دنوروعربو او اروپايي هیوادونو ښاریز دی .
    په سوریې کښې په موجودو ترهګرو کښې اکثره د سعودي عربستان او دنوروعربو او اروپايي هیوادونو ښاریز دی .

زمونږخبریال وایی دداعش ډلې په سلګونو غړی دسوریې په ادلب ولایت کښې دترکیې سرحد ته نږدې غونډ شوی چې ترکیې ته وتښتی او له هغه ځایه بیا مینځنی ختیځ هیوادونو ، د افریقا شمال او اروپا ته ولاړ شی .

څرنګه  چې داعش ډلې په سوریې کښې اکثره سیمې له لاسه ورکړی دی او  ماتی یې خوړلی ده او ډیر غړی یې ترکیې ته تښتیدلی دی هڅه کوی  چې نور پاتې غړی هم ترکیې ته ورشی او له هغه ځایه خپلو هیوادونو ته بیرته ورستانه شی .

د سوریې څه دپاسه پینځه اتیا(۸۵) فیصده سیمې اوس د حکومتی عسکرو په لاس کښې دی او ترهګر هره ورځ تر خپل نیواک لاندې سیمې له لاسه ورکوی .

په سوریې کښې په موجودو ترهګرو کښې اکثره د سعودی عربستان او دنوروعربو او اروپایی هیوادونو ښاریز دی .

دغه راز دسعودی عربستان څلور (۴)ترهګر څو ورځې مخکې له سوریې څخه ترکیې ته ورغلل او هر ترهګر قاچاقچیانو ته دوه زره (۲۰۰۰)ډالره ورکړی وو.

دداعش ډلې یوه غړی د انګلستان له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویلی دی چې ددغه ډلې غړی هیڅ توحید نه پیژندی او دکوچنی مخالفت په بڼه کښې یو بل وژنی او په هیڅ چا رحم نه کوی .