دایران اټومی موافقه باید لغوه شی
Sep 13, 2017 02:14 Asia/Kabul
-
داټومي انرژۍ نړیوال اژانس ، ملګروملتونو او امنیت شورا تل اعتراف کړی دی چې دایران اټومي فعالیتونه صلح ایز دي .
زمونږخبریال وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره غږمله چې تل د ایران داټومی موافقې د له مینځه وړلوغوښتونکی دی وویل
دایران اټومی موافقه باید لغوه شی .
بنیامین نتانیاهو پرون په ارجنټاین هیواد کښې د ایران اټومی موافقه بد تړون وباله او ددغه موافقې د اصلاح کولو یا د امکان په بڼه کښې د لغوه کیدا غوښتنه یې وکړه .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دغه راز ددغه رژیم په سلاکوټ کښې د سلګونو اټومی خولیو شتون ته له اشارې پرته په یوې(۱) خندا وړ ادعا کښې دایران اسلامی جمهوریت اټومی وسلو ته د رسیدا لپاره په هڅې تورن کړ .
داپه داسې حال کښې دی چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس ، ملګروملتونو او امنیت شورا تل اعتراف کړی دی چې دایران اټومی فعالیتونه صلح ایز دی .
ټیګونه