روسیې او امریکا د سوریې په اړه خبرې وکړې
-
د سوریې په اړه د استانه دغونډې شپږم(۶) پړاو پرون دقزاقستان په پلازمینې استانه کښي وشو .
زمونږخبریال راپور راکړی د روسیې او دامریکا دبهرنیو چارو وزیرانو په ټیلی فونی تماس کښې دسوریې د کړکیچ دحل لپاره د دواړو هیوادونو دملګرتیا په اړه بحث وکړ .
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دغه راز په سوریې کښې دتاوتریخوالی د کمولو د سیمو په اړه هم خبرې وکړې .
د روسیې خارجه وزارت هم ددغو ټیلی فونی خبرو په تائیدولو سره وویل د سوریې دکړکیچ دحل لپاره ملګرتیا د ریکس ټیلرسن او دسرګی لاوروف د خبرو اصلی چورلیز وو .
له دې مخکې د استانه له غونډې ځینو خبرو سرچینو په سوریې کښې د تاوتریخوالو د کمولو د سیمو د رامینځته کولو او تثبتیولو لپاره د ایران ، روسیې او د ترکیې دموافقې خبر ورکړی وو .
د سوریې په اړه د استانه دغونډې شپږم(۶) پړاو پرون دقزاقستان په پلازمینې استانه کښی وشو .