د سوریې کړکیچ پوځي حل لاره نه لري
د چین د خارجه وزارت ویاندې سیاسي حل لاره، د سوریې د کړکیچ د هواري یوازنۍ حقیقي حل لاره وبلله>
ایرنا لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن هُوا چونینګ پرون په یوه وینا کښې د قزاقستان د آستانه د خبرواترو په چوکاټ کښې د سوریې د سولې د مذاکراتو په پرمخ بیولو کښې موثر ګډون ته د چین د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د سوریې د کړکیچ حقیقي حل لاره پوځي نه ده.هغه زیاته کړه: د سویټزرلینډ د جنیوا ترڅنګ د قزاقستان د آستانې مذاکرات په سوریه کښې د تاوتریخوالو د بندولو لپاره یو مهم چوکاټ دی.دا په داسې حال کښې دي چې د ایران، روسیې او ترکیې استازو پرون د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د قزاقستان په آستانه ښار کښې په خپله شپږمه غونډه کښې په یوه ګډه خبرپاڼه کښې د دغه کړکیچ د هواري لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.په دغه غونډه کښې د سوریې د شمال لویدیځ په ادلب ولایت کښې د شخړې د کمونکې سیمې له جوړولو سره موافقه وشوه.