امریکا په سوریې کښې ۱۰۰ ملکیان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56077-امریکا_په_سوریې_کښې_۱۰۰_ملکیان_وژلی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور کښې د کډوالو په یوه(۱) کیمپ د داعش پرضد امریکا دتش په نامه د ائتلاف په هوایی حملې کښې کابو سل (۱۰۰) ملکیان وژل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2017 07:22 Asia/Kabul
  • عربستان له قطر سره اختلاف وروسته د تحریر الشام د ترهګرې ډلې د سعودي غړیو د ټرور حکم ورکړی دی .
    عربستان له قطر سره اختلاف وروسته د تحریر الشام د ترهګرې ډلې د سعودي غړیو د ټرور حکم ورکړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور کښې د کډوالو په یوه(۱) کیمپ د داعش پرضد امریکا دتش په نامه د ائتلاف په هوایی حملې کښې کابو سل (۱۰۰) ملکیان وژل شوی.

له دې مخکې دسوریې په رقه او دیرالزور ښارونو د امریکا د الوتکو په حملو کښې په لسګونو ملکی خلک وژل شوی وو .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو سرمنشی ته په لیک کښې په دغه هیواد کښې د داعش پرضد دامریکا په مشرۍ دتش په نامه دائتلاف د حملې دبندیدا غوښتنه کړی وه .

دغه راز د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې دتحریرالشام ترهګرې ډلې یو(۱)مشر سراقه المکی چې دسعودی عربستان ښاریز دی وژل شوی .

دغه راز سعودی عربستان له قطر سره اختلاف وروسته د تحریر الشام د ترهګرې ډلې د سعودی غړیو د ټرور حکم ورکړی دی .

امریکا ، سعودی عربستان، ترکیه ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ، کویت ، بحرین ، اسرائیل وغیره په سوریې ،عراق ، لیبیا وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او وسله والې مرستې کوی .