امریکا تل ځینې ډلې لمسوی او تحریکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56121-امریکا_تل_ځینې_ډلې_لمسوی_او_تحریکوی
د سوریې دپارلمان استازی محمد خیر عکام ټینګار وکړ دسوریې کردان باید پوه شی په سیمه کښې دامریکا د دسیسو داجرا اوزار ونه ګرځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 00:17 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه کښې د پاتې کیدا لپاره دنورو پلمونو دلټولو هڅه کوي .
    امریکا په سیمه کښې د پاتې کیدا لپاره دنورو پلمونو دلټولو هڅه کوي .

د سوریې دپارلمان استازی محمد خیر عکام ټینګار وکړ دسوریې کردان باید پوه شی په سیمه کښې دامریکا د دسیسو داجرا اوزار ونه ګرځی .

هغه پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه  کښې وویل امریکا تل دسیمې دهیوادونو د کمزوری کولو لپاره له مذهنی او قومی اختلافاتو په ګټه پورته کولو سره ځینې ډلې لمسوی .

دسوریې دپارلمان غړی محمد خیر عکام ډاګینه کړه امریکا د سوریې  کرد ځواکونو ته نیغ په نیغه حکم ورکړی دی چې ددغه هیواد دختیځ او شمال په زیاتو سیمو کنټرول ترلاسه کړی چې په راتلونکی کښې ترې  د سوریې په ملت او حکومت ددباو دیوه(۱) اوزار په توګه کار واخلی .

هغه وویل په سوریې کښې دامریکا د لاسوهنې پلمه دداعش ترهګرې ډلې شتون دی او اوس د سوریې پوځ د ایران ، روسیې او د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په مرستې سره دداعش ډلې دټغر دټولو په حال کښې دی خو امریکا په سیمه کښې د پاتې کیدا لپاره دنورو پلمو دلټولو هڅه کوی .

دسوریې دپارلمان غړی محمد خیر عکام وویل دامریکا دغیر قانونی ائتلاف چې دټولو نړیوالو قوانینو پرخلاف جوړ شوی دی جنګی الوتکې د سوریې د حکومت له اجازې او غږملتیا پرته حملې کوی چې  تراوسه یې د سوریې ډیر بیخ بنایانې تباه کړی او په زرګونو خلک یې په وینو کښې لیت پیت کړی دی .