امریکا تل ځینې ډلې لمسوی او تحریکوی
-
امریکا په سیمه کښې د پاتې کیدا لپاره دنورو پلمونو دلټولو هڅه کوي .
د سوریې دپارلمان استازی محمد خیر عکام ټینګار وکړ دسوریې کردان باید پوه شی په سیمه کښې دامریکا د دسیسو داجرا اوزار ونه ګرځی .
هغه پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل امریکا تل دسیمې دهیوادونو د کمزوری کولو لپاره له مذهنی او قومی اختلافاتو په ګټه پورته کولو سره ځینې ډلې لمسوی .
دسوریې دپارلمان غړی محمد خیر عکام ډاګینه کړه امریکا د سوریې کرد ځواکونو ته نیغ په نیغه حکم ورکړی دی چې ددغه هیواد دختیځ او شمال په زیاتو سیمو کنټرول ترلاسه کړی چې په راتلونکی کښې ترې د سوریې په ملت او حکومت ددباو دیوه(۱) اوزار په توګه کار واخلی .
هغه وویل په سوریې کښې دامریکا د لاسوهنې پلمه دداعش ترهګرې ډلې شتون دی او اوس د سوریې پوځ د ایران ، روسیې او د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په مرستې سره دداعش ډلې دټغر دټولو په حال کښې دی خو امریکا په سیمه کښې د پاتې کیدا لپاره دنورو پلمو دلټولو هڅه کوی .
دسوریې دپارلمان غړی محمد خیر عکام وویل دامریکا دغیر قانونی ائتلاف چې دټولو نړیوالو قوانینو پرخلاف جوړ شوی دی جنګی الوتکې د سوریې د حکومت له اجازې او غږملتیا پرته حملې کوی چې تراوسه یې د سوریې ډیر بیخ بنایانې تباه کړی او په زرګونو خلک یې په وینو کښې لیت پیت کړی دی .