اسرائیل د ایران داټومی موافقې دلغوه کیدا هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56125-اسرائیل_د_ایران_داټومی_موافقې_دلغوه_کیدا_هڅه_کوی
زمونږ خبریال وایی د اسرائیلورژیم دوهم(۲) ټیلی ویژن چینل پرون وویل دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به سبا دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دایران داټومی موافقې د لغوه کولو لپاره یو(۱) پلان ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 00:37 Asia/Kabul
  • امریکا دایران داټومي موافقې د اجرا په لاره کښې خنډونه جوړوي .
    امریکا دایران داټومي موافقې د اجرا په لاره کښې خنډونه جوړوي .

زمونږ خبریال وایی د اسرائیلورژیم دوهم(۲) ټیلی ویژن چینل پرون وویل دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به سبا دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دایران داټومی موافقې د لغوه کولو لپاره یو(۱) پلان ورکړی .

 ټاکل شوی ده د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به سبا په نیویارک کښې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه او خبرې وکړی .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو په تیرې سه شنبې ورځ هم دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره غږمله چې تل د ایران داټومی موافقې دله مینځه وړلو هڅه کوی ویلی وو دایران اټومی موافقه باید لغوه شوی .

داپه داسې حال کښې دی چې دفرانسې دباندنیو چارو دوزیر ژان ایو لودریان په شمول داروپایی هیوادونو چارواکو په تیرو څو ورځو کښې دایران د اټومی موافقې په ملاتړ کولو سره په دې اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ دحکومت په دریځونو نیوکې کړی دی .

امریکا دایران داټومی موافقې د اجرا په لاره کښې خنډونه جوړوی .