دتهران او کابل چآپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56145-دتهران_او_کابل_چآپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران پښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې د رته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 07:53 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چآپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران پښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې د رته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووشی .

د  تهران ورځپاڼو په سر کې دا هم  کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې  او په لومړنی مخ ئې  لیکلی دی ،دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن  دملګروملتو په  عمومی اسمبلۍ کې د  ګډون او داسلامی ایران د دریځونو دنړیوالو غوږونو ته درسونکی وینا  لپاره  نیویارک ته لاړ .  ټاکل شوې ده   نن ناوخته  له سی این این ټیلیویژنی چینل سره  خصوصی مرکه وکړی او دغه راز  پر نورو پروګرامونو سربیره  له یوشمیر مهمو نړیوالو مشرانو سره  لیده کاته   ئې  هم په پروګرام کې شامل دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  دامریکا د میسوری ایالت  په سنټ  لوئیس  ښار کې  په زرګونو پاریدلو  تورپوستو  یوځل بیا  د دغه هیواد دتورپوستو په ضد  دتوکمیزو چلندونوپه ضد  پاڅون کړی او  د یوه ځوان توورپوستی   دقاتل پولیسو افسر  دبرَی کیدا باندې په اعتراض کې ئې سترې مظاهرې کړی او  داهم وئیل شوی چې   دخپل هیواد بیرغ ئې سوزولی دی .داپه داسې حال کې دی چې  د  امریکا داوسنی جنجالی  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د ګډو وډو سیاستونو اود ریځونو په  خلاف  د دغه هیواد په داخل او بهر کې کرکې اوغوسې نوره هم په زیاتیدو دی  او دامریکا څیره  ئې تر دې حده بدنامه کړې چې اوس د دغه هیواد  مهم اورګانونه  کومې مهمې فیصلې ته  دمجبوریدا په حال کې دی   چې ممکنه ده  ډونالډ ټرمپ پکې خپل قدرت له لاسه ورکړی .

 =  دپاکستان  ګڼ کپ پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې د  د غه  هیواد دسترې محکمې  یا سپریم کورټ له خوا  بې صلاحیّته بلل شوی ؤ  له څو میاشتو  هلوځلو وروسته یو ځل بیا د  احتساب ادارې  له خوا دبیرته ارزونو په   نتیجې کې  مادام العمبر  له سیاسی فعالیتونو منع شو او  نور په سیاست کې  هیڅ ډول  رول نشی لوبولی .  داپه  داسې حال کې دی  چې نواز شریف او  دهغه کورنۍ   او دهغه څو خاص  وزیران او سلاکاران  د پاکستان  له حکومتی خزانې  په میلیارډونو روپیو غله او نغراک  تورن شوی وو  او  څو ورځې مخکې  په ځینو پلموسره لندن ته خوځیدلی څو د سترې محکمې له خوا له ځینو نورو سزاګانو ځان وژغوری  خو   وائی چې ،  دقانونو لاسونه  ډیر اوږد دی او  هیڅ ډول  مجرم ترې نشی خلاصیدلی .

= د وحشی صهونیسټی رژیم  د حیوانی صفته عسکرو  په لاس  د صبرا او شتیلا دکیمپونو دعامې وژلې  پنځه دیرش کلونه تیریږی  او پنځه دیرش کاله مخکې  د ۱۹۸۲کال دستمبر له شپاړسمې تر نولسمې نیټې پورې تر څو ورځو پورې   وحشی صهویسټانو  په لبنان کې د فلسطینیانو  په دوو کیمپونو په یرغل سره  ئې داسې  وحشی ډوله جنایت وکړ چې  د دغه جنایتکار رژیم  په تاریخ کې مخنیه نه لری ، یو داسې  جنایت  چې  په نتیجې کې  ئې  دښځو اوماشومانو پشمول په زرګونو بې ګناه عام فلسطینیان  په  وینو کې لیت پیت  او ټوټې ټوټې شول .

دمیانمار  د راخین صوبې  د روهینګیائی مسلمانانو په ضد  د دغه هیواد دشیطان صفته  حکومتی جنایتکارو او پوځیانو   انسانی ضد جنایتونه هماغه راز دوام لری او وئیل کیږی چې  له روهینګیا  دخپل ژوند د ژغورنکو د هغو  روهینګیائی  مسلمانانو شمیر چې  دبنګله دیش په لور تښتیدلی دی ، له څلور لکو کسانو اوښتی دی  او داپه داسې حال کې دی چې  وئیل کیږی په زرګونو کسانو په لاره کې  د میانماری وحشی صفته بودایانو په بوږنونکو  جنایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . خو دملګروملتو  پشمول  دبشری حقوقو  مدعی نړیوال اورګانونه  په دغو جنایتونو سترګې پټوی او یوازې د میانمار دحکومت د دغو جنایتونو په غندلو بسنه کوی.  له دې سره په یووخت د ایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد دی چې  د میانمار  له مظلومو اوبې څوکه مسلمانانو سره د انسان دوستۍ دمرستو لپاره  ئې دنګلی او  دانسان دوستۍ  دمرستو لومړنۍ سل ټنیزه جوپه ئې  بنګله دیش ته رسولې  څو دمیانمار دمظلومو  کډه په سر شوو مسلمانانو  لومړنۍ  اړتیاوې تر یوه حده پوره کړی .  خو  داسلامی  هیوادونو  مشران او په تیره بیا د  فارس خلیج  د ملګرتیا  شورا عربی هیوادونه  دغفلت په خوب وید دی او یا ئې ځانونه په خوب اچولی دی  او  دروهنیګیائی مسلمانانو  دښځو ماشومانو او بوډاګانو پر چغو هیڅ غوږ نه ګروی . حال دا چې ویل کیږی  دسعودی عربستان  پاچا ملک  سلمان  په امریکا کې  د سیل له امله  له ځپل شویو خلکو سره  د مرستو لپاره دامریکا حکومت ته د څوسوه میلیارډ ډالرو د ډالۍ کولو  ژمنه ورکړې ده .

  دسورئې پوځ  پخپلو  نورو پرمختګونو کې  د فرات  له سینه  له تیریدا سره په یووخت   له هغو کرد وسله والو سره د جنګ   اعلان کړی ، چې  امریکا ئې  بشپړ ملاتړ کوی او   دسورئې  دنظام او ملت  دتاسیساتو او  بیخ بینائی  ارزښتونو دښمنان دی . راپورونه ښئ چې    دامریکا تر ملاتړ لاندې کرد وسلوالو  دسورئې  دپوځ لپاره  له فرات سینه  تیریدا سره کرښه بللې وه ،خو اوس  داسې ښکاری چې وخت ورځینی تیر شوی دی او  ډیر زر  به  خپل  ټول مرکزونه او پټنځایونه هم له لاسه ورکړی .

دشمالی کرویا  ولسمشر کیم جونګ اون پرون  دملګروملتو دامنیت شورا  دوروستیو بندیزونو په غبرګون کې  چې دامریکا په هلوځلو سره ئې تصویب کړی ، اعلان کړی ، دمونږ موخه  هغه پوځی قدرت ته رسیدا  ده چې له ترلاسه کولو روسته به ئې  دا امریکا  مشرانو دا جراءت هم واخلی  چې  په پوځی یرغل شمالی کوریا ګواښی .

په سعودی عربستان کې د دغه هیواد د بوډاپاچا ملک سلمان په حکم سره  دآل سعود رژیم په کړنو  د اعتراض کونکو مخالفانو نیولل   او ځپل  سخت شوی او وئیل کیږی چې  په همداورووستیو ۲۴ساعتونو کې ئې  په لسګونو کسان   په تیره بیا  هغه شیعه فعالان چې د  آل سعود رژیم په جنایتونو  اعتراضونه کوی ،نیولی  او نامعلوم ځایونو ته ئې منتقل کړی دی .

 دلندن په میټرو کې   په بم چاودنې پسې   د دغه هیواد  حکومت  دامنیتی خبرداری ا ووضعیټ سویه  تر بحرانی حده لوړه   کړې ده   او پوځ ئې تیارسی کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې دلندن  دمیترو په یوه تمځای کې   د ساعتی بم چاودنې پړه  داعش ترهه ګرې ډلې  چې  همدغه انګلستان اوامریکا راپنځولې ،  په غاړه اخستې ده او  او س ئې  له امریکائی اوانګریز چارواکو پشمول د درستو  اروپائی واکوالانو  ژوند تریخ کړی دی .

=    داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  دمیانمار  دمسلمانانو  بوږنونکی وضعیّت ته ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی  که داسلامی نړۍ مشران په دې اړه جدی  ګامونه پورته نه کړی نوممکنه  ده  دمیانمار دمسلمانانو  دنسل ختمونې په څیر  نورو هیوادونو کې هم د مسلمانو لږکیو ژوند تریخ شی او بیا به ئې  کنټرولول داسلامی  هیوادونو دمشرانو په لاس کې نه وی .  دغې ورځپاڼې  د  نړیوالو  چارو دیوه کارپوه اوشناندی   حسن هانی زاره له قوله چې  دمیانمار دحالاتو په باب ئې له دغې ورځپاڼې سره خصوصی خبرې کولې ،  دجنوب خیتیځی آسیا په تیره بیا دمیانمار دمسلمانانو  دبرخلیک دټاکنې لپاره  له یوې پلان شوی دسیسې پرده پورته کړې او  او په دې باب ئې د  اسلامی هیوادنو  دمنزوی رول ا و چپه خوله پاتیکیدا په سخته محکومه کړې او   وئیلی ئې  دی ،  دمیانمار د مسلمانانو  د وحشی ډوله نسل ختمونې او ځپنې  لپاره  ددمیانمار له حکومت اوپوځ سره د صهونیسټ رژیم  امنیتی تړون  په ډاګه شوی دی .

دترکیې لومړی وزیر بن علی یلدریم  په یولړ څرګندونو کې  په ډاګه کړې د عراق دکردستان  سیمې ټول  پوښتنې  ترسره کیدا  دترکیې ملی امنیت له خطرو سره مخامخ کوی نو په  دې خاطر  د دغې ټول پوښتنې   په وړاندې ترکیه جپه خوله نشی پاتیکیدلی .

دعراق په کرکوک  کې  په یوې زورورې چاودنې کې په لسګونو کسان مړه اوټپیان شوی دی .

دامریکا دولسمشر دملی امنیت سلاکار جنرال هربرټ  ریمونډمک مسټر دسعودی عربستان له الشرق الاوسط  خپرونې سره په خبرو کې  یو خل بیا  په تکراری خبرو کې   اسلامی ایران  دعربانو  په ضد یو ستر ګواښ بللی دی .

دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی یو ځل بیا  د کردستان سیمې ځای  چارواکو ته خبرداری ورکړی ،چې که  د دغې سیمې دجلاکیدا  لپاره   احتمالی کیدونکی ټول پوښتنه  په دغه هیواد کې دبلواؤ او بغاوت لامل شی ، نو له پوځی طاقته به کار واخلی .

=   اوس هم راګرځو د  کابل چاپ ځینوورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی . )

=   دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بلخ کې د شهید د اوونۍ د لمانځنې او په دغه غونډه کې د ویناوالو د ویناوو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د بلخ والی عطا محمد نور پرون په مزار شریف کې د شهید د اوونۍ په لمانځ غونډه کې ویلی، په ارګ کې د واک انحصار په هېواد کې استبداد ته بستر جوړونه ده چې افغانستان یې د ناورین په لور بیولی دی.

په مطلب کې راغلی، د بلخ والی نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلی، له انحصارګرو او بې رېښې کسانو له ملاتړ لاس واخلئ او د خلکو غږ ته غوږ شئ.

د مطلب لیکوال لیکلی: عطامحمد نور دغه شان انتقاد وکړ چې د ملی وحدت حکومت سیاسی تفاهملیک نهدی عملی شوی او برعکس مخالف حرکتونه یې زیات شوی دی.

په مطلب کې دغه شان د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود څرګندونې هم راخېستل شوی چې ویلی یې دی، ولسمشر تر اوسه د اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی او که دغه شان دوام وکړی ښه به وی چې په شرافتمندانه ډول استعفا وکړی.

   مسیر خپلواکې ورځپانې بیا د تېرې ورځې غونډې ته په اشارې سره په خپله سرمقاله کې لیکلی، د حکومت او جنګسالارانو تر مینځ یو ځل بیا د معاملو او جوړ جاړیو خبرونه ورکول کېږی.

د سرمقالې لیکوال لیکلی، هغوی چې حکومتی چارواکی به یې د انحصار، قوم پالنې، فساد، له داعشه پر ملاتړ او نورو غیر قانونی کارونو تورنول له حکومت سره په نوې معامله کې دی.

په سر مقاله کې راغلی، په افغانستان کې هسې هم سیاست د ارزښتونو پر اساس نهدی،خو د ملی وحدت په حکومت کې بدلونونو چارواکی او سیاستوال لا ډېر د خلکو له سترګو وغورځول.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په بلخ کې د شهید د اوونۍ د لمانځ غونډې په اړه لیکلی چې ډېری ګډونکوونکی یې زده کوونکی وو.

د سرمقالې لیکوال لیکی:په سیاسی غونډو کې د زدهکوونکو حضور عقلی او منطقی توجیه نهلری، ځکه دغه ښوونکی او زدهکوونکی چې په رسمی او تحصیلی ورځ کې باید په ښوونځیو کې وای ،خو دوی د سیاسیونو خبرو ته چکې وهلې.

په سرمقاله کې د حکومت په اجرائیه  مشر هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و انتقاد شوی او راغلی چې عبدا... عبدا... چې خلکو ته د خدمت او د پوهنې د پرمختګ شعار ورکوی باید د بلخ د مسؤلانو له دې کار سره یې مخالفت ښودلی و.