د ایران خرمشهر توغندي اسرائیل سخت اندیښمن کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56561-د_ایران_خرمشهر_توغندي_اسرائیل_سخت_اندیښمن_کړي_دي
صهیونیسټي سرچینو د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د (خرمشهر) نومي بالسټک توغندي له کامیابې ازموینې او مخ کتنې اندیښنه وښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2017 15:47 Asia/Kabul
  • د ایران خرمشهر توغندي اسرائیل سخت اندیښمن کړي دي

صهیونیسټي سرچینو د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د (خرمشهر) نومي بالسټک توغندي له کامیابې ازموینې او مخ کتنې اندیښنه وښودله.

د لبنان د المیادین ټي وي چینل د خبر له مخې د صهیونیسټي رژیم سرچینو په تیره بیا د اسرائیلو د ټیلیویژن لسم چینل د ایران د خرمشهر نومي توغندي له مخ کتنې اندیښنه څرګنده کړې ده.

د اسرائیلو د ټیلیویژن لسم چینل د ایران (خرمشهر) توغندی د اسرائیلو د توغندوي راډار سیسټم لپاره ترټولو پیچلی او سخت چیلنج وباله او زیاته یې کړه: د اسرائیلو میزائل سیسټم د ایران له دې نوې توغندي سره د مقابلې توان نه لري.