انګلا مرکل یو ځل بیا د جرمني انتخابات وګټل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56671-انګلا_مرکل_یو_ځل_بیا_د_جرمني_انتخابات_وګټل
د جرمني د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د جرمني اوسنۍ صدراعظمه انګیلامیرکل به په څلورم ځل  د دغه هیواد صدراعظمه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2017 02:44 Asia/Kabul
  • انګلا مرکل یو ځل بیا د جرمني  انتخابات وګټل

د جرمني د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د جرمني اوسنۍ صدراعظمه انګیلامیرکل به په څلورم ځل  د دغه هیواد صدراعظمه شي.

 

د رارسیدلو راپورنو له مخې د انتخاباتو پایلې ښيي چې د مېرمن میرکل په مشرۍ مسیحي محافظه کار د یموکرات یا زوړپال ولسواک ګوند، چې مېرمن میرکل یې مشره ده، څه باندې ۳۲ سلنه رایې ګټلي او تر دې دمه مخکښ دی.

خو د مېرمن میرکل ګوند د جرمني د پارلمان په ملي جرګه کې اکثریت نه دی ګټلی او باید د حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره ايتلاف وکړي.

د نظرپوښتنو له مخې، چې له رای اچولو وروسته شوې، د مېرمن میرکل سیال ګوند سوسیال دیموکرات، چې مارتین شولتز یې مشر دی، په سلو کې ۲۰ رایې خپلې کړي دي.

د جرمني لپاره الترناتیف، چې ښي پالی  او سختدریځی ګوند دی، په سلو کې ۱۳ رایې ګټلې دي او په لومړي ځل په دریم لمبر راغلی دی.