دامریکا الوتکو په سوریې کښې بیا جنایت کړی
-
دامریکا دائتلاف په هوايي حملو کښې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې تراوسه کابو درې زره (۳۰۰۰)ملکي خلک وژل شوي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکودسوریې د رقه ښار په التوسعیه سیمه کښې په نویو هوایی حملو کښې پینځه څلویښت(۴۵) ملکیان ووژل .
په تیرې شنبې ورځ هم د سوریې په ریف دیرالزور کښې په البوکمال ښار او په بقرص فوقانی سیمه کښې په یوه (۱)کلی دامریکا د ائتلاف دجنګی الوتکو په حملې کښې دولس(۱۲) ملکیان وژل شوی وو .
د ایروارز په نوم څارونکی ډلې چې په سوریې او عراق دامریکا دائتلاف حملې څاری څه موده مخکې ویلی وو په عراق او سورې کښې دامریکا دائتلاف په هوایی حملو کښې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه کابو درې زره (۳۰۰۰)ملکی خلک وژل شوی دی .
د داعش پرضد دتش په نامه ائتلاف د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت په عراق او سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په ادعا وړ هدف سره جوړ شو .
داپه داسې حال کښې دی چې درسمی راپورونو پراساس امریکا ، او ددغه هیواد عربی او اروپایی ملګری هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی مالی او وسله وال ملاتړی دی او دغو هیوادونو دغه ډله جوړه کړی ده .