په جغرافیایی سرحدونو کښې بدلون ناامنۍ زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57175-په_جغرافیایی_سرحدونو_کښې_بدلون_ناامنۍ_زیاتوی
زمونږخبریال وایی د ایران ولسمشر حسن روحانی په عراق او سوریې کښې د مرکزی حکومتونو په پیاوړتیا ټینګار سره وویل په جغرافیایی سرحدونو کښې د هرډول ثبات له مینځه تلل به په سیمه کښې د ناامنۍ او دبې ثباتۍ د پراختیا سبب شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 01:50 Asia/Kabul
  • ترکیه د سوریې او دعراق په شمول دسیمې دټولو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي .
    ترکیه د سوریې او دعراق په شمول دسیمې دټولو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي .

زمونږخبریال وایی د ایران ولسمشر حسن روحانی په عراق او سوریې کښې د مرکزی حکومتونو په پیاوړتیا ټینګار سره وویل په جغرافیایی سرحدونو کښې د هرډول ثبات له مینځه تلل به په سیمه کښې د ناامنۍ او دبې ثباتۍ د پراختیا سبب شی .

دایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د ترکیې دپوځ له مشر خلوصی اکار سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې ایران او ترکیه په سیمه کښې د ترهګرۍ ، ناامنۍ او د بې ثباتۍ په شمول له ګډو سیمه ایزو ګواښونو سره مخ دی ډاګینه کړه ددغو ګواښونو د ختمیدا لپاره باید د ګډو ګټو په چوکاټ کښې د تهران او د انکارا هراړخیزې ملګرتیاوې او اړیکې پراخې شی .

دایران ولسمشر دغه راز له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کښې دجغرافیایی سرحدونو ساتل د اړیکو او ملګرتیاو په پراختیا کښې د ترکیې او دایران ترټولو مهمه هدفونه وبلل او ویې ویل ایران او ترکیه په سیمه کښې د ثبات دلنګر او د دوو(۲) مهمو هیوادونو په توګه دیو بل په څنګ کښې ووسی او د سیمې د مسایلو د حل په چوکاټ کښې به ترټولو ښه رول لوبول او اغیز شیندنه ولری .

دترکیې دپوځ مشر خلوصی اکار هم په دغه کتنه کښې ایران او ترکیه دسیمې دوه(۲) مهمه قدرتونه وبلل او ویې ویل دواړه هیوادونه کولای شي د اړیکو او ملګرتیاو په پراخولو سره په سیمه کښې د ارامښت او ثبات په رامینځته کولو کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوی .

هغه وویل ترکیه د سوریې او دعراق په شمول دسیمې دټولو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا احترام کوی او انقره چمتو ده له ترهګرۍ او بې ثباتۍ سره د مبارزې په چوکاټ کښې له دوستو هیوادونو په تیره بیا له ایران سره خپلې ملګرتیاوې پراخې کړی .