امریکا په سوریې کښې جنایتونو ته دوام ورکړی
-
امریکا او دهغه لویدیځ او عرب ملګري دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره پوځي او مالي مرسته کونکي هیوادونه دي .
زمونږخبریال وایی دسوریې په شمال کښې په رقه ښار د امریکا تر مشرۍ لاندې دداعش پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په پرونۍ حملې کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .
دسوریې ځایی سرچینو وویل دامریکا جنګی الوتکو د رقه ښار په شمال کښې یوشمیر خلک چې د اوبو د څا ګیرچاپیر راغونډ شوی وو حمله وکړه او له کبله یې دیارلس (۱۳)بې ګناه خلک ووژل شول او څو نور ژوبل هم شول .
په تیرې یکشنبې ورځ هم دامریکا جنګی الوتکو دسوریې په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دولس (۱۲)عادی خلک په حملې کښې وژلی وو .
ایروارز څارونکی ډلې چې په عراق او سوریې کښې دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد د تش په نامه دنړیوال ائتلاف په حملو څارنه کوی وویل له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه په عراق او سوریې کښې دامریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې کابو درې زره (۳۰۰۰)عادی خلک وژل شوی دی .
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په خلکی خلکو حملې کړی اودغه بریدونه اوس هم دوام لری .
امریکا او دهغه لویدیځ او عرب ملګری دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره پوځی او مالی مرسته کونکی هیوادونه دی .