سوریه دترهګرۍ تر ختمیدا پورې مبارزه کوی
-
دمشق له سوریې څخه دایران داسلامي جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په دمشق کښې د دایران دپارلمان د خارجی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون له مشر علاالدین بروجردی سره په کتنې کښې له ترهګرۍ سره د سوریې د مبارزې په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل دمشق له سوریې څخه دایران داسلامی جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوی .
دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او د ملی امنیت دکمیسیون مشر علاالدین بروجردی هم په دغه کتنې کښې په ترهګرۍ د سوریې تر اخری بریالیتوب پورې ددغه هیواد له ملت او حکومت څخه دایران داسلامی جمهوریت په هراړخیزه ملاتړونو ټینګار وکړ .
دایران دغه چارواکی پرون دسوریې دپارلمان له مشر حموده یوسف الصباغ سره کتنه کړی وه .
بروجردی په دغه کتنې کښې وویل دسورېې د ملی واکمنۍ ، خپلواکۍ او پیوستون د له مینځه وړلو لپاره دامریکا او دلویدیځوهیوادونو دسیسو ماتی خوړلی ده .
دسورې دپارلمان مشر حموده یوسف الصباغ هم له ترهګرۍ سره په جنګ کښې له دمشق څخه د ایران د اسلامی جمهوریت او د لبنان د اسلامی مقاومت حزب الله غورځنګ ملاتړونو ته اشارې سره وویل دغه ملاتړونه په سوریې کښې د جنګ په میدانونو کښې دسترو بریالیتوبونو په تیره بیا دترهګرو له نیواک څخه د حلب ښار د ازادولوسبب شول .