سوریه دترهګرۍ تر ختمیدا پورې مبارزه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57351-سوریه_دترهګرۍ_تر_ختمیدا_پورې_مبارزه_کوی
زمونږ خبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په دمشق کښې د دایران دپارلمان د خارجی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون له مشر علاالدین بروجردی سره په کتنې کښې له ترهګرۍ سره د سوریې د مبارزې په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل دمشق له سوریې څخه دایران داسلامی جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2017 02:22 Asia/Kabul
  • دمشق له سوریې څخه دایران داسلامي جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوي .
    دمشق له سوریې څخه دایران داسلامي جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په دمشق کښې د دایران دپارلمان د خارجی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون له مشر علاالدین بروجردی سره په کتنې کښې له ترهګرۍ سره د سوریې د مبارزې په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل دمشق له سوریې څخه دایران داسلامی جمهوریت د ټولو ملاتړونو قدرونه کوی .

دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او د ملی امنیت دکمیسیون مشر علاالدین بروجردی هم په دغه کتنې کښې په ترهګرۍ د سوریې تر اخری بریالیتوب پورې ددغه هیواد له ملت او حکومت څخه دایران داسلامی جمهوریت  په هراړخیزه ملاتړونو ټینګار وکړ .

دایران دغه چارواکی پرون دسوریې دپارلمان له مشر حموده یوسف الصباغ سره کتنه کړی وه .

بروجردی په دغه کتنې کښې وویل دسورېې د ملی واکمنۍ ، خپلواکۍ  او پیوستون د له مینځه وړلو لپاره دامریکا او دلویدیځوهیوادونو دسیسو ماتی خوړلی ده .

دسورې دپارلمان مشر حموده یوسف الصباغ هم له ترهګرۍ سره په جنګ کښې له دمشق څخه د ایران د اسلامی جمهوریت او د لبنان د اسلامی مقاومت حزب الله غورځنګ ملاتړونو  ته اشارې سره وویل دغه ملاتړونه په سوریې  کښې د جنګ په میدانونو کښې دسترو بریالیتوبونو په تیره بیا دترهګرو له نیواک څخه د حلب ښار  د ازادولوسبب شول .