په کشمیر کښې یو هندی لوړ رتبه فوځی افسر ووژل شو
Oct 09, 2017 16:54 Asia/Kabul
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هېواد یو لوړرتبه فوځی افسر ووژل شو.
د شین هوا د رپوټ له مخې هندی چارواکو اعلان وکړ، دغه لوړ رتبه فوځی افسر نن د کشمیر په سری نګر کښې له حمله کوونکو سره په نښته کښې ووژل شو.
هندی ځواکونو د دغه افسر له وژل کېدو وروسته سرینګر ښار محاصره کړ.
ټیګونه