امریکا دسوریې دپوځ دپرمختګ مخه نشی نیولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57721-امریکا_دسوریې_دپوځ_دپرمختګ_مخه_نشی_نیولای
زمونږخبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د پوځ دمبارزې په لاره کښې دخنډونو د رامینځته کولو لپاره دامریکا هڅې به هیڅ نتیجه ورنکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 03:07 Asia/Kabul
  • ددیرالزور په ختیځ کښې د حویجه صکر سیمې د کلابندۍ دماتولو لپاره پرمختګونه دوام لري .
    ددیرالزور په ختیځ کښې د حویجه صکر سیمې د کلابندۍ دماتولو لپاره پرمختګونه دوام لري .

زمونږخبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د پوځ دمبارزې په لاره کښې دخنډونو د رامینځته کولو لپاره دامریکا هڅې به هیڅ نتیجه ورنکړی .

هغه پرون په دمشق کښې دکیوبا په سفارت کښې په مراسمو کښې وویل د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد  په دیرالزور او نورو سیمو کښې د حکومتی عسکرو د پرمختګ په لاره کښې دامریکا لخوا  له خنډونو جوړولو سره سره حکومت د خپلوملاتړو او هم تړونه ځواکونو په مرستې سره خپلې لارې ته دوام ورکوی .

هغه وویل سوریه اوس له امپریالیزم سره د نړیوالې مبارزې یو(۱) مرکز دی .

بل خبردا چې دسوریې پوځ او د هغوې ملګری وتوانیدل په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دفرات سیند په ختیځ کښې الحطله کلی له ترهګرو ازاد کړی .

دسوریې پوځیانو دغه راز په دیرالزور کښې په المیادین ښار کښې دداعش ډلې دفاعی کرښې ماتې کړې .

ددیرالزور په ختیځ کښې د حویجه صکر سیمې د کلابندۍ دماتولو لپاره پرمختګونه دوام لری .