امریکا دسوریې دپوځ دپرمختګ مخه نشی نیولای
-
ددیرالزور په ختیځ کښې د حویجه صکر سیمې د کلابندۍ دماتولو لپاره پرمختګونه دوام لري .
زمونږخبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د پوځ دمبارزې په لاره کښې دخنډونو د رامینځته کولو لپاره دامریکا هڅې به هیڅ نتیجه ورنکړی .
هغه پرون په دمشق کښې دکیوبا په سفارت کښې په مراسمو کښې وویل د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد په دیرالزور او نورو سیمو کښې د حکومتی عسکرو د پرمختګ په لاره کښې دامریکا لخوا له خنډونو جوړولو سره سره حکومت د خپلوملاتړو او هم تړونه ځواکونو په مرستې سره خپلې لارې ته دوام ورکوی .
هغه وویل سوریه اوس له امپریالیزم سره د نړیوالې مبارزې یو(۱) مرکز دی .
بل خبردا چې دسوریې پوځ او د هغوې ملګری وتوانیدل په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دفرات سیند په ختیځ کښې الحطله کلی له ترهګرو ازاد کړی .
دسوریې پوځیانو دغه راز په دیرالزور کښې په المیادین ښار کښې دداعش ډلې دفاعی کرښې ماتې کړې .
ددیرالزور په ختیځ کښې د حویجه صکر سیمې د کلابندۍ دماتولو لپاره پرمختګونه دوام لری .