د روهینګیا مسلمانانو د وژلو لپاره وسله صهیونیسټي رژیم برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58075-د_روهینګیا_مسلمانانو_د_وژلو_لپاره_وسله_صهیونیسټي_رژیم_برابروي
په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو د وژلې لپاره د وسلو د برابرولو اصلي سرچینه صهیونیسټي رژيم وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2017 15:13 Asia/Kabul
  • د روهینګیا مسلمانانو د وژلو لپاره وسله صهیونیسټي رژیم برابروي

په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو د وژلې لپاره د وسلو د برابرولو اصلي سرچینه صهیونیسټي رژيم وباله.

د ایرنا رپورټ له مخې شریف امین ابو شامالا دې ټکي ته په اشارې سره چې صهیونیسټي رژیم د میانمار د افراط پال حکومت لپاره د وسلو اصلي برابرونکی دی، وویل چې دغه رژيم هڅه کوي په دې کار سره په نورو هیوادونو او سیمو کښې رواوالی ترلاسه کړي.

شریف امین د روهینګیا مسلمانانو نسل وژنه د فلسطینیانو له وژلې سره یوشان وبلله او ویې ویل: دا څه چې په میانمار کښې پيښ شوي دي، داسې وژلې مو له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۶۷ کاله پورې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي قاتلانو لخوا لیدلې دي.

په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي څرګنده کړه چې نه یوازې د میانمار حکومت بلکې خپله د دغه هیواد خارجه وزیرې او لوړرتبه سلاکارې آنګ سان سوچي هم په دغه هیواد کښې د تشدد د تائیدولو په ترڅ کښې تراوسه د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې د ختمولو په موخه هیڅ نه دي کړي.