د روهینګیا مسلمانانو د وژلو لپاره وسله صهیونیسټي رژیم برابروي
په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو د وژلې لپاره د وسلو د برابرولو اصلي سرچینه صهیونیسټي رژيم وباله.
د ایرنا رپورټ له مخې شریف امین ابو شامالا دې ټکي ته په اشارې سره چې صهیونیسټي رژیم د میانمار د افراط پال حکومت لپاره د وسلو اصلي برابرونکی دی، وویل چې دغه رژيم هڅه کوي په دې کار سره په نورو هیوادونو او سیمو کښې رواوالی ترلاسه کړي.
شریف امین د روهینګیا مسلمانانو نسل وژنه د فلسطینیانو له وژلې سره یوشان وبلله او ویې ویل: دا څه چې په میانمار کښې پيښ شوي دي، داسې وژلې مو له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۶۷ کاله پورې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي قاتلانو لخوا لیدلې دي.
په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي څرګنده کړه چې نه یوازې د میانمار حکومت بلکې خپله د دغه هیواد خارجه وزیرې او لوړرتبه سلاکارې آنګ سان سوچي هم په دغه هیواد کښې د تشدد د تائیدولو په ترڅ کښې تراوسه د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې د ختمولو په موخه هیڅ نه دي کړي.