دامریکا دولسمشر وروستۍ څرګندونې دامریکا احترام په اوبو وړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58095-دامریکا_دولسمشر_وروستۍ_څرګندونې_دامریکا_احترام_په_اوبو_وړی_دی
د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې ماډلین البرایټ هم دجامعې ایټمی موافقې په ضد امریکا دولسمشر د وروستۍ فیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دجامعې ایټمی موافقې کمزوری کول ، دامریکا امنیتی ته تاوان رسوی . هغې همداراز د ډونالډټرمپ وروستۍ څرګندونې لیونتوب او یو خطرناک اقدام بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • دامریکا دولسمشر وروستۍ څرګندونې دامریکا احترام په اوبو وړی دی

د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې ماډلین البرایټ هم دجامعې ایټمی موافقې په ضد امریکا دولسمشر د وروستۍ فیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دجامعې ایټمی موافقې کمزوری کول ، دامریکا امنیتی ته تاوان رسوی . هغې همداراز د ډونالډټرمپ وروستۍ څرګندونې لیونتوب او یو خطرناک اقدام بللی دی .

دامریکا دپخوانی ولسمشر  باراک اوباما  دوخت دملی امنیت  دسلاکار مرستیال بن روډز  هم  په دې باب  وئیلی  دجامعې ایټمی موافقې  په ضد دډونالډ ټرمپ   اقدام   په امریکا دنړۍ  اعتماد له مینځه وړی .

 داپه داسې حال کې دی چې دامریکا زیاتره سیاتوالانو اوپخوانیو چارواکو  دډونالډ ټرمپ  دایرانی ضد  څرګندونو په باب هغه ته  خبرداری ورکړی  او وئیلی ئې دی چې نور دې امریکا  په نړۍ کې نه منزوی کوی .

 همداراز   دایران په ضد دامریکا دولسمشر  وروستیو څرګندونو په پاکستان او افغانستان کې هم سخت غبرګونونه راپارولی دی .  دپاکستان  دمشرانو جرګې یوه غړی او تکړه سیاستوال  سید طاهر حسین مشهدی هم   په اسلام  اباد کې  ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  په دې باب وئیلی ،   دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ   ایټمی موافقه  یوه نړیواله موافقه ده او  امریکا ئې  په یو اړخیز ډول نشی  ماتولی بلکې  دامریکا چارواکی به  په دغه ډول اقدام سره   امریکا نوره هم په نړۍ کې منزوی  کړی او خپل نړیوال باؤر به له لاسه ورکړی . هغه وئیلی ،دامریکا حکومت  نړۍ  دجنګ په لو رکاږی  او په عراق او وسورئې کې ئې  د داعش په څیر  دترهه ګرو اوخطرناکو ډلو په  راپنځولو سره    دغه هیوادونه اوسیمه  د ویجاړیدا تر   حده رسولې ده  او دوی یعنی امریکایان  دخپلو وسلو دپیرپلور  بازار دګرم ساتلو  لپاره هماغه راز  جنګ غواړی  نغارې غږوی .  دپاکستان دغه سیاستوال اوسناتور  په عین حال کې   دایران په ولس کې  اتحاد اوغږملتیاؤ ته په اشارې سره وئیلی دی ،  دایران ولس تل ثابته کړې ده چې  د زور او دړکو په وړاندې به هیڅکه  هم تسلیم نشی.

 همداراز  د افغانستان  یوه سیاستوال او  پوهنتونی  شخصیت  سید عیسی حسینی مزاری  هم  د ایران په ضد د امریکا دولسمشر وروستۍ  څرګندونې  دترهه ګرۍ  په ضد د مقاومت په جبهې کې دایران د اسلامی جمهوریت  دفعال رول  په لوبولو  دهغه  دلالهاندۍ  له امله بللې  او وئیلی ئې دی ،  د ټرمپ دلالهاندۍ اوغوسې  دلیل دادی چې  ایران په سیمې کې  له بشپړ اقتدار اوباؤره برخمن دی او   دامریکا دسیسې ئې  شنډې کړی دی . او دغه راز ټرمپ  پخپلو  دغو دړکو او چټی خبرو سره غواړی  د  خپل هیواد امریکا  له داخلی مشکلاتو اوشخړو  دامریکایانو  عمومی افکار  وغړوی