بنګله دیش له هندوستانه د میانماري مسلمانانو د ورتګ مخه نیسي
بنګله دیش له هندوستان سره په خپلو ګډو سرحدونو کښې امنیتي تابیاوې سختې کړې.
فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې د بنګله دیش د سرحدي ځواک قومندان وویل: بنګله دیش ته د روهینګیا قام د مسلمانو کډوالو د راماتیدو په هکله اندیښنو ته په پام سره مو له هند سره پخپلو ګډو پولو کښې امنیتي تابیاوې سختې کړې دي.
د بنګله دیش د سرحدي ځواک قومندان د پوټخالي پولې پورې غاړه د روهینګیايي کډوالو راغونډیدو ته په اشارې سره وویل: د هند او بنګله دیش په ګډ سرحد کښې څارنه او ګزمې زیاتې شوې دي څو هیڅ یو روهینګیايي مهاجر دې هیواد ته داخل نه شي.
د ویلو ده چې لسګونه زره رهینګیا مسلمانان په هندوستان کښې دیره دي خو د نوي ډیلي حکومت له خپل هیواده د هغوي د ایستلو کوشش کوي او د هند سترې محکمې تیره میاشت هغوي یو امنیتي ګواښ بللی دی.
له بلې خوا د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان د دغه هیواد د ښاریزو په توګه په رسمیت نه پيژني.