امریکا د داعش د ستر ملاتړي یعنې عربستان ملګرې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58326-امریکا_د_داعش_د_ستر_ملاتړي_یعنې_عربستان_ملګرې_ده
د امریکې د پارلیمان استازې له آل سعود رژيمه د واشنګټن په ملاتړ باندې په نیوکې سره دغه رژيم د داعش ترهګرې ډلې ترټولو ستر ملاتړی وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2017 11:25 Asia/Kabul
  • امریکا د داعش د ستر ملاتړي یعنې عربستان ملګرې ده

د امریکې د پارلیمان استازې له آل سعود رژيمه د واشنګټن په ملاتړ باندې په نیوکې سره دغه رژيم د داعش ترهګرې ډلې ترټولو ستر ملاتړی وباله.

میرمن تُلسي ګیبرډ سي، این، این خبري چینل ته په یوه مرکه کښې له سعودي رژيمه د امریکې ملاتړ ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د واشنګټن ادعا متناقضه وبلله.

د امریکې د کانګرس دغه غړې زیاته کړه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي په شان ځینو هیوادونو سره خپلې ملګرتیاوې او ائتلاف لازیات کړی چې په ټوله نړۍ کښې د ترهګرو ډلو ترټولو ستر ملاتړی دی.

هغې زیاته کړه له یوې خوا له ترهګرۍ سره د امریکې د مبارزې ادعا او له بلې خوا یې له عربستانه ملاتړ، دوه متضاد کارونه دي.

میرمن تُلسي همداشان وویل چې دا تناقض د امریکې خلکو ته بیخي څرګند او روښانه دی او ضروري ده چې مونږ له خپل حکومته د دې پوښتنې ځواب وغواړو چې له ترهګرۍ سره په جنګ کښې یې سټراټیجي په رښتیا څه ده او کوم هدف ته رسیدل غواړي.

د یمن په شمول ټوله سیمه کښې د آل سعود رژيم د شخړه جوړونکو اقداماتو سره سره د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ریاض ته په خپل وروستي سفر کښې په عربستان باندې د وسلو د خرڅون لپاره د ۱۱۰ میلیارډ ډالرو په اندازه پوځي تړونونه لاسلیک کړل.

دا په داسې حال کښې دي چې په یمن باندې د سعودي عربستان حملې چې د امریکې او بریتانیې په شمول له لویدیځه په پیرل شویو پوځي تجهیزاتو او وسلو سره ترسره کیږي، تراوسه یې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړي دي.