له عربستان د امریکا ملاتړ دبشری حقوقوپرضد ګواښ دی
-
دسعودي عربستان حملو دیمن بیخ بنایانې تباه کړي دي .
دامریکا دسیاسی مسایلو یوه(۱) کارپیژاند ډون ډیبار (Don Debar)له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل دیمن پرضد دسعودی عربستان له غیرقانونی او ظلمانه جنګ څخه دامریکا ملاتړونه ددې ښودنه کوی
چې واشنګټن او ریاض د بشری حقوقو پرضد ګواښ ګڼل کیږی او دغه دوه(۲) هیوادونه د انسانانو د کړاونو په هکله بې تفاوته دی .
هغه وویل دامریکا لپاره بشری حقوق له دې پلوه اهمیت لری چې وکولای شی دهغه څه لپاره اوزار ووسی چې واشنګټن اجازه ترلاسه کړی چې د بیلابیلوهیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړی .
د امریکا دغه سیاسی شناندی ډون ډیبار وویل په سعودی عربستان کښې ښځې او سړی له هیڅ حقونو برخمن نه دی او یوې(۱) کوچنۍ ډلې (ال سعود کورنۍ )په هیواد کښې دټولو چارو کنټرول په لاس کښې اخیستی دی .
وروستۍ شمیرنې وایی چې دیمن پرضد دسعودی عربستان په تپلی جنګ کښې څه دپاسه دولس زره (۱۲۰۰۰)بې ګناه خلک چې ښځې ، ماشومان او بوډاګان پکښې شامل دی وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل شوی هم دی .
دسعودی عربستان حملو دیمن بیخ بنایانې تباه کړی دی .