داسرائیلو عسکرو د سوریې په سرحدی سیمې ډزې وکړې
-
د صهیونیسټ رژيم سرچینو ددغه حملې احتمالي مرګ ژوبلو ته هیڅ اشاره نه ده کړي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې له فعالو ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم د پوځ دملاتړونو په دوام کښې ددغه رژیم عسکرو یوځل بیا په سرحدی سیمو کې دسوریې دپوځیانو په مرکزونو ډزې وکړې .
سکایی نیوز ټیلی ویژن دصهیونیسټ رژیم د سرچینو په قول وویل د اسرائیلوپوځ په قنیطره سرحدی سیمه کښې دسوریې د پوځ په مرکزونو ډزې کړی دی .
د صهیونیسټ رژیم سرچینو ددغه حملې احتمالی مرګ ژوبلو ته هیڅ اشاره نه ده کړی .
دصهیونیسټ رژیم پوځ ادعا کړی ده چې دغه ډزې دسوریې په خاورې د جولان دنیواکی سیمې په لوړو د هوان د یوې ګولۍ لګیدا ته په ځواب کښې شوی دی .
په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې د سوریې له کړکیچ راهسې اسرائیلو دسوریې په داخل کښې په ځلونو په یوشمیر مرکزونو هوایی حملې او توپونو ډزې کړی دی .
اسرائیلو اکثره د سوریې دعسکرو لپاره د وسلو په وړونکو کاروانونو حملې کړی دی .
دسوریې چارواکو ویلی هر کله چې ددغه هیواد پوځیان په سرحدی سیمو کښې په ترهګرو او تکفیری ډلو د بریالیتوب په درشل کښې ورځی نو دصهیونیسټ رژیم عسکر د سوریې له خاورې د هوان د ډزو په پلمه ددمشق دپوځ په مرکزونواو مورچو حملې کوی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره زیاتې مالی ،پوځی او استخباراتی مرستې امریکا، انګلستان ، فرانسه ، ترکیه ، اردن ، اسرائیل ، بحرین ، متحده عربی امارات ،کویت او ځینې نور عرب اواروپایی هیوادونه کوی .