دیمن عسکرو دعربستان په ګوډاګیانو حمله وکړه
-
دیمن عسکر هم دسعودي عربستان دغو تیریوته په ځواب کښې دعربستان تر نیواک لاندې سیمو باندې حملې کوي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن یوې(۱) پوځی سرچینې وویل ددغه هیواد پوځ او ولسی ځواکونو په لحج ولایت کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکز د زلزال دوه ډوله توغندی حمله وکړه .
د یمن عسکرو په توغندوی حملې سربیره دخپل هیواد په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په الحمراه غونډۍ او الخنجر کیمپ کښې هم د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې وکړې چې له کبله یې په لسګونو ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شول .
دیمن په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت کښې هم دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په دوو (۲)پوځی ګاډو حمله وشوه .
دسعودی عربستان رسنیو ویلی دی چې په تیرو اوو(۷) ورځو کښې ددغه هیواد شل(۲۰) پوځیان وژل شوی دی .
دسعودی عربستان رسنیو دغه راز په جنوب کښې په نجران سیمه کښې د خپلو دریو(۳) عسکرو په وژل کیدا اعتراف وکړ .
سعودی عربستان دامریکا ، انګلستان، اسرائیلو او دامریکا عربی اماراتو په حکم او مرستې سره د ۲۰۱۵میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن پرضد حملو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابند کړی دی .
دیمن عسکر هم دسعودی عربستان دغو تیریوته په ځواب کښې دعربستان تر نیواک لاندې سیمو باندې حملې کوی .