دیمن عسکرو دعربستان په ګوډاګیانو حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58350-دیمن_عسکرو_دعربستان_په_ګوډاګیانو_حمله_وکړه
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن یوې(۱) پوځی سرچینې وویل ددغه هیواد پوځ او ولسی ځواکونو په لحج ولایت کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکز د زلزال دوه ډوله توغندی حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2017 02:23 Asia/Kabul
  • دیمن عسکر هم دسعودي عربستان دغو تیریوته په ځواب کښې دعربستان تر نیواک لاندې سیمو باندې حملې کوي .
    دیمن عسکر هم دسعودي عربستان دغو تیریوته په ځواب کښې دعربستان تر نیواک لاندې سیمو باندې حملې کوي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن یوې(۱) پوځی سرچینې وویل ددغه هیواد پوځ او ولسی ځواکونو په لحج ولایت کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکز د زلزال دوه ډوله توغندی حمله وکړه .

د یمن عسکرو په  توغندوی حملې سربیره دخپل هیواد په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په الحمراه غونډۍ او الخنجر کیمپ  کښې هم د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې وکړې چې له کبله یې په لسګونو ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شول .

دیمن په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت کښې هم دسعودی عربستان د  ګوډاګیانو په دوو (۲)پوځی  ګاډو حمله وشوه .

دسعودی عربستان رسنیو ویلی دی چې په تیرو اوو(۷) ورځو کښې ددغه هیواد شل(۲۰) پوځیان وژل شوی دی .

دسعودی عربستان رسنیو دغه راز په جنوب کښې په نجران سیمه کښې د خپلو دریو(۳) عسکرو په وژل کیدا اعتراف وکړ .

سعودی عربستان دامریکا ، انګلستان، اسرائیلو او دامریکا عربی اماراتو په حکم او مرستې سره د ۲۰۱۵میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن پرضد حملو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له ځمکې ، هوا  او سمندر څخه کلابند کړی دی .

دیمن عسکر هم دسعودی عربستان دغو تیریوته په ځواب کښې دعربستان تر نیواک لاندې سیمو باندې حملې کوی .