دسیمې نوی معادلات دحزب الله په ګټه دی
-
سعودي عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل دسیمې نوی معادلات د مقاومت په ګټه دی کوم چې د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان له لیدتوګی سره په تضاد کښی دی .
هغه ډاګینه کړه دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دسوریې په بیلابیلو سیمو کښې د داعش ډلې د له مینځه وړلو لپاره مبارزه کوی ځکه چې د لبنان امنیت او ثبات د النصره او داعش ترهګرو ډلو له مینځه تلو سره تړلی دی .
د حزب الله دمرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل سعودی عربستان دوه (۲)کاله مخکې له اسرائیلو سره په غږمله اقدام کښې دحزب الله پرضد بندیزونه ولګول او هغه یې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړ خو اوس دغه دسیسه له ماتی سره مخ شوی ده .
شیخ نبیل قاووق ټینګار وکړ د سعودی عربستان او د امریکا غصه د حزب الله په وړاندې دهغوې د کمزورتیا او د ناهیلۍ نښه ده .
هغه وویل سعودی عربستان په پیسو سره هڅه کوی د لبنان په اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د ګوزار لپاره یو(۱) لبنانی چورلیز رامینځته کړی خو دهغوې دسیسه له ناکامۍ سره مخ شوی ده .
سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .