دسیمې نوی معادلات دحزب الله په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58419-دسیمې_نوی_معادلات_دحزب_الله_په_ګټه_دی
زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل دسیمې نوی معادلات د مقاومت په ګټه دی کوم چې د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان له لیدتوګی سره په تضاد کښی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2017 02:32 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل دسیمې نوی معادلات د مقاومت په ګټه دی کوم چې د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان له لیدتوګی سره په تضاد کښی دی .

هغه ډاګینه کړه دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دسوریې په بیلابیلو سیمو  کښې د داعش ډلې د له مینځه وړلو لپاره مبارزه کوی ځکه چې د لبنان امنیت او ثبات د النصره  او داعش ترهګرو ډلو له مینځه تلو سره تړلی دی  .

د حزب الله دمرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل سعودی عربستان دوه (۲)کاله مخکې له اسرائیلو سره په غږمله اقدام کښې  دحزب الله پرضد بندیزونه ولګول او هغه یې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړ خو اوس  دغه دسیسه له ماتی سره مخ شوی ده .

شیخ نبیل قاووق ټینګار وکړ د سعودی عربستان او د امریکا غصه د حزب الله په وړاندې دهغوې د کمزورتیا او د ناهیلۍ نښه ده .

هغه وویل سعودی عربستان په پیسو سره هڅه کوی د لبنان په اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د ګوزار لپاره یو(۱) لبنانی چورلیز رامینځته کړی خو دهغوې دسیسه له ناکامۍ سره مخ شوی ده .

سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .