سعودی عربستان دامریکا دستراتیژۍ ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58457-سعودی_عربستان_دامریکا_دستراتیژۍ_ملاتړ_کوی
زمونږخبریال راپور راکړی دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن وویل د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز دایران پرضد دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژی پراخ ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2017 02:11 Asia/Kabul
  • مریکا او سعودي عربستان او ځينې نور عرب او اروپايی هیوادونه دداعش ترهګرې په جوړولو ، پیاوړي کولو او مالي مرستو ورکولو تورن دي .
    مریکا او سعودي عربستان او ځينې نور عرب او اروپايی هیوادونه دداعش ترهګرې په جوړولو ، پیاوړي کولو او مالي مرستو ورکولو تورن دي .

زمونږخبریال راپور راکړی دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن وویل د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز دایران پرضد دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژی پراخ ملاتړ کوی .

د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون په ریاض کښې دسعودی عربستان د باندنیو چارو له وزیر عادل الجیبر سره په ګډه خبری ناسته کښې وویل د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په سیمه کښې دایران د سیاستونو پرضد د امریکا د حکومت له سیاستونو خپل پراخ ملاتړ اعلان کړی .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ډاګینه کړه چې د سعودی عربستان له باچا سلمان سره په کتنې کښې زیاتې فیصلې وشوی چې د عملی کیدا لپاره  به یې هڅه وشی .

د ایران په ملګرتیا سره په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې پرضد پریکنده بریالیتوبونو په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دایران په رول د واشنګټن او دریاض یرغل زیات کړی دی .

د ډیرو سندونو پراساس امریکا او سعودی عربستان او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه دداعش ترهګرې په جوړولو ، پیاوړی کولو او مالی مرستو ورکولو تورن دی .