سعودی عربستان د ترهګرۍ ستره سرچینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58505-سعودی_عربستان_د_ترهګرۍ_ستره_سرچینه_ده
زمونږخبریال وایی په واشنګټن کښې له تاوتریخوالی سره د مبارزې دکانفرنس ګډون والو له سعودی عربرستان څخه په هرډول دفاع اعتراض سره دیمن دخلکو پرضد د ریاض جنګ دحکومتی ترهګرۍ نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2017 08:41 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن کښې د ترټولو ستر انساني کړکیچ عامل دی .
    سعودي عربستان په یمن کښې د ترټولو ستر انساني کړکیچ عامل دی .

زمونږخبریال وایی په واشنګټن کښې له تاوتریخوالی سره د مبارزې دکانفرنس ګډون والو له سعودی عربرستان څخه په هرډول دفاع اعتراض سره دیمن دخلکو پرضد د ریاض جنګ دحکومتی ترهګرۍ نښه وبلله .

دامریکا په  واشنګټن کښې له تاوتریخوالی سره د مبارزې په کانفرنس کښې یوشمیر ګډون کونکو له سعودی عربستان څخه په ملاتړ کښې  د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) د پخوانی مشر لئون پانیټا (Leon Panetta)وینا غوڅه کړه او ویې وویل سعودی عربستان په یمن کښې د ترټولو ستر انسانی کړکیچ عامل دی .

دامریکا د ډیموکراټ ګوند استازی هانک جانسن وویل سعودی عربستان په ترهګرو تفکراتو سره د تاوتریخوالی او د سرزروۍ د تفکراتو او ایډیاګانو د خپرولو ترټولو ستره سرچینه ده .

په دغه کانفرنس کښې ګډون  کونکو له ترهګرۍ په ملاتړ  دقطر په تورنولوسره له دوحې سره د واشنګټن په اړیکو کښې د بیا کتنې غوښتنه وکړه .