په سوریې کښې له داعش نوی وسلې کشف شوی
-
داعش تکفیري ترهګره ډله اوس د دیرالزور ښار په ځینو سیمو کښې کلابند شوي ده .
زمونږخبریال وایی د سوریې په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دالمیادین ښار د ازادولو د عملیاتو قوماندان سهیل حسن وویل په دغه ښار کښې دداعش ډلې د وسلو له ګودامونو موډرنې او نوی وسلې کشف شوی دی .
هغه وویل دداعش ډلې دغه نوی وسلې دناټو ځواک دی چې په امریکا ، انګلستان او بیلجیم کښې جوړې شوی دی .
دغه راز دداعش ترهګرې ډلې درې(۳) مشران او دهغوې کورنۍ دسوریې له دیرالزور څخه وتښتیدلې .
ویل کیږی چې دداعش ترهګرې ډلې دغه درې(۳) مشران او دهغوې کورنۍ دسوریې ددیرالزو له جنوب ختیځې سیمې تښتیدلی او په شمال کښې په رقه ولایت کښې دسوریې دډیموکراټیک ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو ته رسیدلی دی .
دسوریې عسکرو او دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو د روان میلادی کال دسپتمبر د میاشتې په پینځمه (۵)نیټه د دیرالزور ښار لویدیځ ته په ننوتلو سره ددغه ښار درې(۳) کلنه کلابندی په کامل ډول ماته کړه .
داعش تکفیری ترهګره ډله اوس د دیرالزور ښار په ځینو سیمو کښې کلابند شوی ده .