دسوریې کرد ځواکونه دتیلو دڅاګانو دنیولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58563-دسوریې_کرد_ځواکونه_دتیلو_دڅاګانو_دنیولو_هڅه_کوی
دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم د سوریې وسله وال کردان دتیلو په میدانونو د کنټرول د ترلاسه کولو کوشش کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2017 15:01 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ څه موده مخکې وتوانید له تدمر تر دیرالزور ولایت پورې سیمو کښې دتیلو په لسګونو میدانونه په خپل کنټرول کښې واخلي .
    د سوریې پوځ څه موده مخکې وتوانید له تدمر تر دیرالزور ولایت پورې سیمو کښې دتیلو په لسګونو میدانونه په خپل کنټرول کښې واخلي .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم د سوریې وسله وال کردان دتیلو په میدانونو د کنټرول د ترلاسه کولو کوشش کوی .

المیادین  ټیلی ویژن زیاته کړه د فرات سیند په ختیځ کښې دسوریې دتیلو په میدانونو د کنټرول پرسر سیالۍ په داسې حال کښې زیاته شوی ده چې دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو په دیرالزور ولایت کښې د «العمر »په تیلو میدان کنټرول ترلاسه کړی دی .

د سوریې پوځ څه موده مخکې وتوانید له تدمر تر دیرالزور ولایت پورې سیمو کښې دتیلو په لسګونو میدانونه په خپل کنټرول کښې واخلی .

راپورونه وایی امریکا دسوریې دکرد ډیموکراټیکو ځواکونو له لارې کوشش کوی اجازه ورنکړی چې د سوریې پوځ له ترهګرو ډلو د تیلو میدانونه په کنټرول کښې واخلی .

دغه راپور وایی چې دتیلو په میدانونو د کنټرول لپاره هڅه به امریکا ته داړونده کرد ډیموکراټیک ځواکونو او د سوریې دحکومتی عسکرو ترمینځ راتلونکی جنګونه نور هم زیات کړی .