په الجزایر کې دترهه ګرو یولس مرکزونه تباه کړائ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58584-په_الجزایر_کې_دترهه_ګرو_یولس_مرکزونه_تباه_کړائ_شوی_دی
دالجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه څه موده مخکې دافریقائی هیوادونو مشرانو ته دخطاب په یوه یاددښت کې دترهه ګرو ډلو په غړیتوب کې د څه دپاسه پنځه زره افریقائی جنایتکارو دشتون په باب خبرداری ورکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2017 08:38 Asia/Kabul
  • په الجزایر کې دترهه ګرو یولس مرکزونه تباه کړائ شوی دی

دالجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه څه موده مخکې دافریقائی هیوادونو مشرانو ته دخطاب په یوه یاددښت کې دترهه ګرو ډلو په غړیتوب کې د څه دپاسه پنځه زره افریقائی جنایتکارو دشتون په باب خبرداری ورکړی ؤ .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دالجزایر دفاع وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، د دغه هیواد  پوځی ځواک   د دغه هیواد په شمال ختیځ کې  په جیجل او باټنه سیمو کې  دترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  دهغوی  یولس  پټنځایونه او مرکزونه تباه کړی دی .

 په دغې اعلامی  کې وئیل شوی دی ،   په دغو مرکزونو اوپټنځایونو  کې  دچاودنو لپاره   لاسی بمونه اونورو  لازم وسایل   هم موجود وو  چې  ټول کشف او ضبط او  ځینی نور هم تباه کړائ شوی دی .

    په لیبیا کې   له  امنیتی او سیاسی خلا څخه  په استفادې سره  د داعش تکفیری ډلې دجنایتکارو  ترهه ګرو شتون ،  د  الجزایر  په شان  د دغه هیواد  دګاونډیانو لپاره ډیر زیات امنیتی   مشکلات راپورته کړی دی .

  په سورئې اوعراق کې د ترهه ګرو درندې ماتې هم  خپلو هیوادونو ته  د  د دغو تالی څټو ترهه ګرو  دبیرته ستنیدا لامل شوی  دی . 

  دالجزایر  ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه    څه موده مخکې   دافریقائی هیوادونو مشرانو ته  دخطاب په یوه یاددښت کې  دترهه ګرو ډلو په غړیتوب کې د څه دپاسه پنځه زره افریقائی  جنایتکارو  دشتون په باب خبرداری ورکړی ؤ .