دسوریې اړونده لوری په استانه غونډې کښې ګډون کوی
-
داستانه دغونډې اوم(۷) پړاو داکتوبر دمیاشتې په دیرشمه(۳۰) او یودیرشمه(۳۱) نیټه دایران ، روسیې او دترکیې د پلاویو په ګډون سره په استانه ښار کښې کیږي .
زمونږخبریال وایی قزاقستان په یوې(۱) بیانیې کښې داستانه دغونډې په اوم(۷) پړاو کښې چې ټاکل شوی ده چې داکتوبر د میاشتې په اخر کښې په دغه هیواد کښې جوړه شی دسوریې د ټولو اړونده خواو دګډون کولو خبر ورکړ .
دقزاقستان دخارجه وزارت په بیانیې کښې ویل شوی دی داستانه دغونډې اوم(۷) پړاو داکتوبر دمیاشتې په دیرشمه(۳۰) او یودیرشمه(۳۱) نیټه دایران ، روسیې او دترکیې د پلاویو په ګډون سره په استانه ښار کښې کیږی .
له ایران څخه به د خارجه وزارت د عربو او د افریقا د چارو مرستیال حسین جابری انصاری ، له روسیې څخه به د ولسمشر استازی الکساندر لاورنیف او له ترکیې څخه به دخارجه وزیر مرستیال سدات اونال په دغه غونډې کښې ګډون وکړی .
د استانه دغونډې د اوم(۷) پړاو دترسره کیدا هدف د اووربند پیاوړتیا ، د ډیر ثبات درامینځته کول او یوې(۱) سیاسی حل لارې ته درسیدا په هدف سره دپخوانیو بریاو ساتل اعلان شوی دی .
دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره چې امریکا ، سعودی عربستان، ترکیه ، انګلستان ، فرانسې ، او نور عرب اواروپایی هیوادونه یې ملاتړ کوی د بشار اسد دقانونی حکومت د نسکورولو او داسرائیلو دامنیت دپیاوړی کولو په هدف سره پیل شوی دی او له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او ژوبل شوی هم دی .