دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58641-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو. نو ترپایه راسره ملۀ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 28, 2017 09:15 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو. نو ترپایه راسره ملۀ .

 داهم  دتهران  ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ،  دامریکا کانګرس  یو ځل بیا  دایران د ملت په دښمنۍ کې ګام پورته کړی او  د بندیزونو دمور نومې پلان داجرا په درشل کې ئې  دایران دتوغندوی پروګرام په ضد یو پلان تصویب کړی دی .  او ټاکل شوې ده چې  د دغه هیواد دولسمشر له خوا هم لاسلیک شو څو د قانون بڼه غوره کړی .  داپه داسې حال کې دی چې  دایران داسلامی جمهوریت  اړونده چارواکو  دملګروملتو او دامنیت شورا  او دغه راز د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې ته په جلا جلا لیکونو کې  یو ځل  بیا  په ډاګه کړې ده چې  دجامعې ایټمی موافقې  اجرا په خلاف ورزوی کې دې  دامریکائی  چارواکو  د یو اړخیزواقداماتو مخه ونیسی ،که داسې نه وی نو   اسلامی ایران  په  جامعې ایټمی موافقې غور کولی شی .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی انګریز  دفاع وزیر  پخبل یوه بې شرمه  دریځ کې  په یمن کې  دآل سعود رژیم په جنایتونو  د نیوکو نه  کولو غوښتنه کړې څو  بوډا لومړۍ  یا  هماغه زوړ استعمار  وتوانیږی په سعودیانو لازیاتې وسلې خرڅې  کړی .

دقطر  پخوانی لومړی وزیرحمد بن جاسم یولړ  لړزونکی اعترافات کړی  او ایشوا کړی ئې ده چې  دغه هیواد له امریکا ،عربستان اوترکیې سره یوځای  او  په  سورئې کې  له وسله والو ترهه ګرو ډلو  په ملاتړ کولو سره  ئې  د دغه هیواد د حکومت او ولسمشر بشار اسد په ضد  جنګ  اوج ته رسولی دی .  هغه په دغو اعترافاتو کې  د دغو څلورو هیوادونو  ترمینځ  دکار  دویشلو له څرنګوالی هم پرده پورته کړې  او وئیلی ئې دی ،سعودی عربستان  په سورئې کې د جنګ  له پیلولو سره اړونده دوسیه  قطر ته وسپارله او  دوحې هم د غه دوسیه  په لاس کې واخسته او  اوس  هم  دقطر اړونده چارواکو اواورګانونو سره   د دغې سپارنې په باب بشپړ شواهد او سندونه موجود دی .

 دایران د تهران  دتیلو  دچاڼځای په یوه یونت کې پرون ناوخته   د اوور  دلګیدو له امله   چې د تیلو دڅڅیدو له امله  لګیدلی ؤ ،  د دغه کمپلیکس شپږ انجینئران او ټیکنیشنز  قربانی شوی  او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی ، البته څو ساعته وروسته دغه اوور   کنټرول شو .

داسپانیا کاتولینا  ولایت   له ټول پوښتنې وروسته پرون له اسپانیا  خپله خپلواکی اعلان کړه ، خو  داسپانیا مرکزی حکومت له دغه اعلانه څو ساعته وروسته   دکاتولینا ولایت  پارلیمان ړنګ کړ او  دشوی ټول پوښتنې  نتیجې ئې هم رد کړی دی .   داپه داسې  حال کې دی چې  دجرمنی ،انګلستان  اوفرانسې پشمول  داروپائی  اتحادئې زیاترو غړو هیوادونو   د کاتولینا ولایت خپلواکی  یا کورواکی رد کړې او وئیلی ئې دی  په اروپائی  اتحادئې کې  یوازې  اسپانیا غړیتوب  لرلی شی .

دفلسطین د   اسلامی مقاومت غورځنګ حماس سره اړونده   دعزالدین قسام  غونډونو  په یوې اعلامیې کې  وئیلی دی ،  بریالی شوی  دخپلو توغندیو   رینج  تر یو سل شپیتو کلومیټرو پورې زیات کړی . دا یو  داسې خبر دی چې  په چورلټ ډول به  ترې  صهونیسټی رژیم  لړزیدلی وی .

د نیجریه  په ابوجا ښار کې په لسګونو زره  مسلمانانو   سوله ایز لاریون کړی او په دغه لاریون کې ئې  د نیجریه  د اسلامی غورځنګ دمشر   شیخ  ابراهیم الزکزکی پشمول د دغه  ولسی غورځنګ دمشرانو دخوشی کولو غوښتنه کړې  او دنیجریه دپوځ او اړونده ادارو په ضد ئې سخت  شعارونه ورکړی دی.

دعراق وسله وال پوځ او  د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک  مبارزانو  په الانبار ولایت کې  په  القائم او  راوه  دوو ښآرونوکې  د داعشی تکفیریانو په ضد   دوروستیو عملیاتو په دوهمه ورځ  پراخې سیمې آزادې کړی او  دتکفیریانو کړۍ ئې  نوره  هم  تنګه کړې ده .

  دلبنان د پوځ لوړپوړو  قوماندانانو  په ډاګه کړې   د دغه هیواد پوځ به   له اسرائیلو سره په  راتلونکی کې په هر ډول احتمالی جنګ  کې د  لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  سره مټ په مټ  وجنګیږی  ،ځکه  حزب ا.... دخپل وطن د دفاع  لپاره  هر وخت په ډګر کې  دی .

دامریکا یوۀ څیړنیز مرکز خبرداری ورکړی ،  په سورئې اوعراق کې  له درندو ماتو زغملو وروسته  له داعش سره اړونده  کابو پنځه زره شپږ سوه  وسله وال  کسان   خپلو اړونده  هیوادونو ته  ستانه شوی دی  او   د دغو هیوادونو لپاره جدی خطره  جوړه شوې ده .

دملګروملتو  دبشری حقوقو ځانګړی پلټونکی  مائیکل لینک  په پنجشنبې ورځې په نیویارک کې پخپل خبری کنفرانس کې    په ملګرو ملتو کې  داسرائیلو  دوضعیّت  :  دقانون له تابع  حکومته ،  په یوه کرکیجن  حکومت دبدلیدو په ضرورت  په ټینګار سره  وئیلی دی ، دغه اقدام به لامل شی څو    دفلسطنیانو  په ټاټوبو کې نیواکګری پای ته ورسیږی .

*****************  

=    داهم  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  دعراق د بغداد او  د دغه هیواد دکردستان سیمې د ځای  چارواکو  ترمینځ  داختلافاتو د ډپیلوماټیک حل لپاره هلې ځلې نوره هم زیاتې شوی دی او داسې ښکاری چې د عراق د دغې شخړې  سیاسی حل  په ترلاسه کیدو دی .   له دې سره په یووخت   دعراق دکردستان  سیمې د مشر مسعود بارزانی   او دهغه  دکورنۍ  ترمینځ د  دغې سیمې  د وروستیو  حالاتو اوبدلونونو په باب  هم سخت اختلافات رابرسیره شوی دی  ان تر دې چې  د مسعود بارزانی    او دهغه د  کورنۍ د هغه دهمفکرو  کسانو  له سیاسی ډګره د ویستلو ګونګوسې  هم آوریدل کیږی .   په یوه بل  راپور کې   وئیل شوی دی د عراق د خدای بخښلی ولسمشر جلال  طالبانو  زوی مافل طالبانی  هم  په یولړ  څرګندونو کې وئیلی دی ، دمسعود بارزانی  بلاغواړی خوی  دکردستان سیمه منزوی کړې او دبیلتون په نامه ئې  له کردانوسره ستر خیانت کړی دی  خو باید ووایو چې  کردستان سیمه دعراق یوه برخه ده  او له عراقه ئې دبیلتون ګونګوسې  یوه دسیسه  او  دکردستان په ضد ستر خیانت دی .

 دامریکا د وخت  د ولسمشر جان آف کنیډی  دترور  د دوسیې  کابو  دوه زره اته سوه سندونه خپرۀ شوی دی  البته  ویئل کیږی  چې  دامریکا د استخباراتی اورګانونو په سختو دباؤنو  سره  د  دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د دغه تاریخی ترور ځینی  برخې  نه دی خپرې کړی .

 د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،  له  لوئې وچې  دبلې  لوئې وچې ویشتونکی دوه نور ګائیډیډ بالسټیک توغندی ئې هم په بریالیتوب سره آزموئیلی دی .

 د ځینو خپلواکه هیوادونو  په ضد د واشنګټن  دبندیزونو دسیاستونو دزیاتیدا په دوام کې  د دغه هیواد دکانګرس استازو  پخپلو  دوو ورځینو  ناستو کې  د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په ضد دوې مسودې تصویب کړی  دی .  له دې سره په یووخت دامریکا  دخزانې وزارت  هم  د بشری حقوقو  دجدی خلاف ورزیو  په ادعا سره  دشمالی کوریا  اوه پوځی  حکومتی چارواکی او درې شرکتونه بایکاټ کړی دی .

  دغې ورځپاڼې  همداراز  دعراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز  ځواک  د فعالیتونو په باب  د دغه هیواد دخارجه وزارت  وروستۍ اعلامیې ته هم  انعکاس ورکړی  دی  ، ورځپاڼې په دغې مقالې کې لیکلی دی ،دعراق دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی احمد الحاجب دامریکا دباندنیو چارو د وزارت د ویندوئې میرمن هیتر نوئرت څرګندونې چې د ولسی   ځواک الحشد الشعبی دقوماندان مرستیال ابومهدی المهندس یې ترهګر بللی وو وغندلې .

هغه د عراق د ولسی بسیج ځواک دفاع  کړی او ټینګار یې کړی دی ،  الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د حکومتی  ځواک یوه نه جلا کیدونکی برخه ده.

دعراق دخارجه وزارت ویندوی  دغه راز  په دې خبرې سره چې الحشد الشعبی ولسی ځواک په ټولې زړورتیا سره د حکومتی عسکرو په څنګ کښې له داعش تکفیری ترهګرې ډلې سره مبارزه کوی وویل ابو مهدی المهندس د هیواد لپاره زیاتې قربانیانیانې  ورکړی دی .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د تیرې یکشنبې  په ورځې په ریاض کښې دسعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره په کتنې  کښې ادعا کړی وه  دشیعه  ملیشه ای  ځواک  چې په عراق کښې له داعش سره جنګیږی کار ختم شوی او باید خپل هیواد ته ستانه شی .

خو دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی په تیرې دوشنبې ورځ د امریکا دخارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار  کړی  الحشد الشعبی ولسی  مبارز ځواک د هیواد او دسیمې هیله ده .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې هیڅ هیواد حق نلری د عراق دخلکو لپاره فیصله وکړی وویل دالحشد الشعبی  ځواک ټول غړی  عراقیان دی  دی .

=    دا هم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  د قطر امیر  شیخ تمیم  بن حمد آل ثانی  له تهران سره    داختلافاتو په شتون  په اعتراف سره      دعربی هیوادونو په غلیمانه سیاستونو په سختو نیوکو سره  دایران اسلامی جمهوریت  د دغو هیوادونو له خوا دکلابندۍ په وخت  د خوړو اودرملو دتامینولو یوازینۍ  لاره بللې او  وئیلی ئې دی  په ډیرو بدو شپو ورځو کې  هماغه هیواد چې ورسره مو ا ختلافات درلودل  دمونږ په مرسته ئې  درمل او خوراکی مواد تامین کړل  او دقطر ولس ئې له سترې غمیزې وژغورۀ    د ایران د حکومت او نظام دغه احسان به هیڅکله هم هیر نه کړو. دقطر امیر  همداراز  د  قطر خپلواکی  د د وحې  دحکومت یوه سره کرښه وبلله  او  وې وئیل  هیڅکله به هم چا اجازت ورنکړی  د هغوی په هیواد داخلی چارو کې ګوتې ووهی .

دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر نوی مشر یحی السنوار  په غزې تړانګې کې  درسانۍ  له اصحابو سره  په کتنې کې  دحماس غورځنګ  خورامهمې نوی سټراټژۍ بیان کړی  او وئیلی ئې دی و  دهغو اساسی چورلیز دمقاومت چورلیز ته پیاوړی ستنیدا او  له تهران  سر داړیکو لاپراختیا او  له سورئېسره  داړیکو  دښه کولو  هڅه ده .

=     اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینونننیو ورځپاڼو ته چې له    انټرنیټه مو راخستی  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(البته باید ووایو چې  د غه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دی )

دکابل چاپ ځینو  نننیو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو په اړه لیکلی دی.

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلی، سعودی عربستان دې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلی.

ورځپاڼې لیکلی، د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وایی، د خپل هېواد د اسلامی اعتدال د بیا ستونې په هڅه کې دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنې چې عربستان سره د خلاصې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړی.

په سرمقاله کې راغلی، اوس چې د سعودی عربستان حاکمان د خپل ځان په اړه دا غواړی لازمه ده چې دوی د طالبانو له مالی او سیاسی ملاتړ هم لاس واخلی او پر پاکستان فشار راوړی چې نور له ترهګرۍ نه د وسیلې په توګه کار وا نه خلی.

ویسا خپلواکې ورخپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د خبرو په اړه د پښتونخوا د پخوانی سناتور افراسیاب خټک په حواله لیکلی، پاکستان قصداً نه غواړی چې په افغانستان کې سوله راشی.

په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی چې تر کومه پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سیاست بدل نه کړی او د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې قوی اراده ونه کړی، جنګ او اووسنی وضیعت به دغه شان دوام وکړی.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د ښاغلی خټک خبری راخیستې او لیکلی چې افراسیاب خټک وایی، پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هر څه کولای شی خو اراده یې نه لری او نه غواړی چې په دې برخه کې ګټور تمام شی.

انیس دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی، نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړی.

په مطلب کې راغلی، اوس یوازې افغانستان د نړۍ په استازیتوب دغه مبارزه مخته وړی او قربانۍ ورکوی حال دا چې ترهګرۍ د ټولې نړۍ او بشریت له پاره یو ستر ګواښ دی.